ملګري ملتونه، د غزې په شمال کې کیدای شي‌ چې ټول خلک ژوند د لاسه ورکړي

د غزې په شمال کې اوسیدونکي‌ ټول خلک  د ناروغیو، لوږې او تاوتریخوالي له امله د مرګ د  لوړ خطر سره مخامخ دي.

2207944
ملګري ملتونه، د غزې په شمال کې کیدای شي‌ چې ټول خلک ژوند د لاسه ورکړي

د غزې په شمال کې اوسیدونکي‌ ټول خلک  د ناروغیو، لوږې او تاوتریخوالي له امله د مرګ د  لوړ خطر سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو  د ویاند مرستیالې سټیفني ټریمبلې په ورځنۍ خبري غونډه کې خبریالانو ته معلومات ورکړل.

ټریمبلې وویل چې د اسرائیلو له خوا د غزې د شمال د محاصرې وروسته، نږدې یوه میاشت مخکې یوازې یو ځل طبي توکو ته د تیریدو اجازه ورکړل شوې وه. هغې زیاته کړه چې "د اسرائیلو بریدونه فلسطینیانو ته د ژوند د لومړنیو اړتیاوو لاسرسی خنډوي."

ټریمبلې وویل چې بشردوستانه مرستندویه کارکوونکي هم خپلې دندې نشي ترسره کولی.

هغې د اسرائیلي ځواکونو له خوا د مرستندویه کارکوونکو  خلکو ته د رسیدو د مخنیوي په اړه خبرداری ورکړ او وې ویل "د غزې په شمال کې د ټولو خلکو د ناروغۍ، لوږې او تاوتریخوالي له امله د مرګ لوړ خطر شتون لري."

په داسې حال کې چې د اسرائیلو بمبارۍ دوام لري سټیفني ټریمبلې وویل، فلسطینیانو ته د خوندیتوب نشتوالی په ګوته کړ او زیاته یې کړه چې په سیمه کې ۱۴ زره بې ځایه شوي خلک په پناه ځایونو کې ژوند کوي.


پيوندونه: #غزه , #ملګري ملتونه

اړوند خبرونه