اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفاع وزیر یوآف ګالنټ له دندې ګوښه کړ.
د لومړي وزیر د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې ګالنټ له دندې ګوښه شوی دی.
اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفاع وزیر یوآف ګالنټ له دندې ګوښه کړ.
د لومړي وزیر د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې ګالنټ له دندې ګوښه شوی دی.
په دې بیان کې د نتنیاهو دا وینا د پام وړ وه چې ویلي یې دي: "(له ګالنټ سره) زموږ ترمنځ باور زیانمن شوی دی. ما څو ځله هڅه وکړه چې زموږ ترمنځ واټن له منځه یوسم، خو دا نور هم پراخ شو."
د اسرائیلو په رسنیو کې په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې د ګالنټ پر ځای د دفاع وزارت دنده اوسني بهرنیو چارو وزیر یسرائیل کاتز ته سپارل شوې ده.
دا څرګنده وه چې د نتنیاهو او ګالنټ ترمنځ اړیکې خرابې وې. د اسرائیلو لومړي وزیر مخکې هم هڅه کړې وه چې ګالنټ له دندې ګوښه کړي، خو د لاریونونو وروسته یې له خپل دې تصمیم څخه شاته ګام واخیست.
اړوند خبرونه
د اسد د رژیم مخالفین پرمختګ ته دوام ورکوي
په سوریه کې د ارسد رژیم مخالفین د سوریې د ملي اردو ځواکونه پرمختګ ته دوام ورکوي.