په قطر کې د اساسي قانون بدلون لپاره ترسره شوې ټولپوښتنې کې ۹۰.۶ وګړو د "هو"  رايه کارولې.

د قطر د  کورنیو چارو وزیر او د ټولپوښتنې د عمومي کمیټې رئیس، خليفه بن حامد آل ثانی، د ټولپوښتنې پایلې اعلان کړې.

2207358
په قطر کې د اساسي قانون بدلون لپاره ترسره شوې ټولپوښتنې کې ۹۰.۶ وګړو د "هو"  رايه کارولې.

په قطر کې د اساسي قانون بدلون لپاره ترسره شوې ټولپوښتنې کې ۹۰.۶ وګړو د "هو"  رايه کارولې.

د قطر د  کورنیو چارو وزیر او د ټولپوښتنې د عمومي کمیټې رئیس، خليفه بن حامد آل ثانی، د ټولپوښتنې پایلې اعلان کړې.

ال ثانی چې د ګډون کچه یې ۸۴٪ بللې ده، اعلان وکړ چې د اعتبار وړ رایو ۹۰.۶ د اساسي قانون بدلونونه تایید کړي دي.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حامد آل ثانی په خپل ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې وویل: نن ورځ د ټولپوښتنې په ترسره کولو او د اساسي قانون بدلونونو لپاره د 'هو' رايې ورکولو سره، قطرۍ وګړو د تير په څير یووالی، همکارۍ او د وطن مینې مېوې ولمانځلې. موږ به د یووالي او عدل په څېر ارزښتونو ساتنه وکړو او له هغوی څخه ملاتړ به وکړو.

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبد الرحمن آل ثانی په خپل ایکس پاڼه  کې په یوه بیان کې د ټولپوښتنې پایلې څخه خپله خوښي څرګنده کړې او ویلي دي: د مشرتابه او خلکو ترمنځ د قوي اړیکو، او د رهبرۍ او خلکو ترمنځ د مینې او باور ښکارندویي کوونکي دې ټولپوښتنې د بریا له امله زه خپل محترم امیر او د قطر خلکو ته  مبارکۍ وایم.

د قطر د امارت شورا لخوا په یوه بیان کې اعلان وشو چې د ټولپوښتنې په ترڅ کې د قطر د ملي یووالي د نندارې د لمانځلو لپاره به د نوامبر په ۶ او ۷ نېټه رسمي رخصتي وي.

په قطر کې د اساسي قانون د بدلون په اړه چمتو شوی مسوده د اکتوبر په ۲۸ مه د شورا جرګې څخه تر منظورۍ وروسته د قطر امیر شیخ تمیم ته وړاندې شوې وه.

د قطر امیر په خپل X پاڼه کې په خپله پخوانۍ وینا کې اشاره وکړه چې د اساسي قانون تعدیل به دوه موخې ولري.

 هغه ویلي وو چې:(د اساسي قانون بدلونونو موخه) له یوې خوا د خلکو یووالی، او له بلې خوا د اتباعو ترمنځ د حقونو او مسؤلیتونو په برخه کې برابري ده. د قانون او قوانینو په وړاندې برابري د یوه عصري دولت بنسټ دی، او همدارنګه یوه حقوقي، اخلاقي او اساسي وظیفه ده.



اړوند خبرونه