د حماس مشر سنوار د وژل کیدو نه مخکې ۳ ورځې هیڅ شی نه وو خوړلي
د حماس د مشر یحیی سنوار په اړه چې د اکتوبر په ۱۶ مه نیټه د اسرائیلي ځواکونو لخوا غزې په سویل کې په رفح کې ووژل شو ، د وروستۍ ورځو په اړه يي نوي جزیات څرګند شول.
د حماس د مشر یحیی سنوار په اړه چې د اکتوبر په ۱۶ مه نیټه د اسرائیلي ځواکونو لخوا غزې په سویل کې په رفح کې ووژل شو ، د وروستۍ ورځو په اړه يي نوي جزیات څرګند شول.
د اتوپسي راپور له مخې، یحیی سنوار د مرګ څخه مخکې درې ورځې هیڅ شی نه وو خوړلي.
د حماس مشر یحیی سنوار تقریباً په بشپړ ویجاړ شوي کور کې، د نښتې نه وروسته د ډرون له خوا ولیدل شو. سنوار د وژل کیدو نه مخکې پداسې حال کې چې سخت ټپي وو او یو لاس يي پرې شوی وو په روغ لاس په ډرون الوتکې د یو لرګي ګوزار کړی وو. د سنوار د مرګ په اړه نوي تفصیلات څرګند شول.
د اسرائیلو لخوا د سنوار د مړي د اتوپسي معاینې د راپور له مخې، هغه د مرګ څخه مخکې درې ورځې هیڅ شی نه وو خوړلي. د سنوار د اتوپسې د معاینې راپور د لندن "الشرق الاوسط" ورځپاڼه خپرو کړ.
د حماس مشر سنوار خپله کورنۍ نثبتآ خوندي ځای ته انتقال کړې وه . ویل کیږي چې هغه د خپلې کورنۍ سره په میاشت کې یوځل د لیک په ذریعه اړیکه ټینګوله.
یحیی سنوار د اکتوبر په ۱۶ مه نيټه د غزې په سویلي سیمه کې د رفح ښار کې د اسرائیلي ځواکونو سره د خپلو درې تنو ملګرو سره په جګړه کې ښکیل شوی و. اسرائیلو ویلي چې سنوار د ډرون لخوا د تثبیتدو نه وروسته په یو برید کې له منځه یوړل شو.
تل آبیب ادارې تل ادعا کوله چې سنوار په تونلونو کې ځان پټ کړی او د ملکي وګړو او د حماس لخوا د نیول شوو اسرائیلي اسیرانو نه د "ژوندي سپر" په توګه کار اخلي، خو د هغه د اتوپسې د معاینې نتیجه او په رفح ښار کې په جګړه کې د هغه وژل کیدو د اسرائیلو درواغ او ناسمې ادعاګانې ټولو ته ښکاره کړې.