په لبنان کې یو ځل بیا په سوله ساتو ځواکونو برید وشو
په لبنان کې د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو پر مرکز د راکټي برید په نتیجه کې ۸ تنه اتریشي سرتیري ټپیان شول.
2204266
په لبنان کې د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو پر مرکز د راکټي برید په نتیجه کې ۸ تنه اتریشي سرتیري ټپیان شول.
د اتریش د دفاع وزارت خبر ورکړی چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو اته اتریشي سرتیري د اسرائیلو د پولې ته نږدې په ناقوره کیمپ کې د راکټي برید په پایله کې ټپیان شوي دي.
وزارت وویل چې د سرتیرو ټپیونه ډیر جدي ندي او د برید په وړاندې یې غبرګون ښودلی دی.
وزارت وویل "موږ دا برید په ممکنه تر ټولو کلکه توګه غندو او د سمدستي څیړنې غوښتنه کوو" او زیاته یې کړه چې معلومه نه ده چې برید له کومې خوا شوی دی.
ویل شوي چې هیڅ یو سرتیري بیړني طبي پاملرنې ته اړتیا نه لري.د ویلو ده چې ددینه وړاندې هم څو ځله پدې سوله ساتو سرتیرو بریدونه شوي وو.