حماس ویلي دي چې د اوربند او بندیانو د تبادلې په اړه يي د منځګړو پوښتنې ځواب کړي دي

د فلسطين د مقاومت غورځنګ حماس اعلان کړی چې په غزه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې هوکړې لپاره یې د منځګړو غوښتنو ته ځواب ورکړی دی.

2204231

د حماس غورځنګ له مشرانو څخه سامي ابو زهري په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې حماس د اوربند خبرو اترو په اړه، د منځګړو د اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه د نویو وړاندیزونو د ارزونې غوښتنې ته ځواب ورکړی دی.

ابو زهري وویل چې په دې اړه ځینې خبرې اترې شوي او نورې به هم وشي، خو نور جزئیات یې ورنکړل.

د حماس چارواکي وویل چې دوی هر هغه هوکړې یا نظر ته چمتو دي چې په غزه کې د خلکو ستونزې پای ته ورسوي، اوربند دایمي کړي، اشغال په بشپړه توګه پای ته ورسوي او اسرائیل له سیمې څخه وباسي، کلابندي لرې کړي، مرسته، ملاتړ او سرپناه برابرې کړي، بیا رغونه او د بندیانو د تبادلې هوکړه پکې شامله وي.

اړوند خبرونه