اسرائیلو پوځ د غزې په شمال کې په یوې ۵ پوړیزه ودانۍ د برید سره په لسګونو تنه ووژل

د اسرائیلو پوځ د غزې په شمال کې په بیت لاهیا کې په یوه پنځه پوړیزه ودانۍ برید وکړ چې په پایله کې یې ۷۷ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړ. اسرائیل د ۳۸۹ ورځو راهیسې په غزه کې خپل قتل عام ته دوام ورکوي.

2204008

د اسرائیلو پوځ د غزې په شمال بیت لاهیا کې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ په نښه کړه. په برید کې ۷۷ فلسطینیان خپل ژوند له لاسه ورکړ. ویل کیږي چې د وژل شویو ډیری یې ښځې او ماشومان دي، او ډیر شمیر خلک لا هم تر نړیدلو ودانیو لاندې دي.

د کمال عدوان روغتون ډاکټر حسام ابو صفیه وویل چې لسګونه ټپیان روغتون ته راوړل شوي او له ټولو جراحانو یې وغوښتل چې د ټپیانو د درملنې لپاره بیرته روغتون ته راشي. صفیه ټینګار وکړ چې په روغتون کې د طبي توکو د کمښت له امله د ډیری ټپیانو د مړینې احتمال شته، "نړۍ باید حرکت وکړي او په غزه کې نسل وژنه ودروي. موږ له نړۍ غواړو چې په  روغتونونو کې د لسګونو ټپیانو د درملنې لپاره متخصص طبي ټیمونه راولیږي."

له بلې خوا، کمال عدوان روغتون د غزې په شمال کې د فلسطینیانو د درملنې اصلي طبي مرکز ګڼل کیږي. د اسرائیلو ځواکونو څو ورځې مخکې په روغتون برید وکړ او لسګونه روغتیایي کارکوونکي یې ونیول، یوازې درې ډاکټران پاتې دي چې د ټپیانو پاملرنه کوي.

اړوند خبرونه