د حزب الله د ډلې نوی مشر وټاکل شو.

د حزب الله ډلې شیخ نعیم قاسم د حسن نصرالله د ځای ناستي په توګه وټاکه.

2204002
د حزب الله د ډلې نوی مشر وټاکل شو.

د حزب الله د ډلې نوی مشر وټاکل شو.

د حزب الله ډلې شیخ نعیم قاسم د حسن نصرالله د ځای ناستي په توګه وټاکه.

د حزب الله لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې شیخ نعیم قاسم ددې ډلې د پخواني مشر حسن نصر الله چې د سپټمبر په ۲۷ مه نيټه د اسرائیلو د هوايي برید په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړ ټاکل شوی دی.

د ویلو ده چې د حسن نصر الله له وژل کیدو نه وروسته ددې ډلې د نوي مشر په اړه چې څوک به ټاکل کیږي ډول ډول ادعاګانو شتون درلود. لومړی هاشم صفي الدین چې د اکتوبر په ۴ مه نیټه د اسرائیلو په برید کې ووژل شو د حسن نصرالله د احتمالي ځای ناستي په توګه د ټاکل کیدو اوازې خپرې شوې خو دا ادعاګانې د حزب الله لخوا رد شوې.

حزب الله بالاخره خپل نوی مشر او د حسن نصرالله ځای ناستی وټاکه.



اړوند خبرونه