حزب الله ویلي چې اسرائیلو د لبنان په سویل کې د منع شوو کلسټر بمونو نه کار اخیستی دی

حزب الله پر اسرائیل تور لګوي چې د لبنان په جنوبي سیمو کې په نړیواله کچه منع شوي کلسټر بمونه کاروي.

2199126
حزب الله ویلي چې اسرائیلو د لبنان په سویل کې د منع شوو کلسټر بمونو نه کار اخیستی دی

حزب الله پر اسرائیل تور لګوي چې د لبنان په جنوبي سیمو کې په نړیواله کچه منع شوي کلسټر بمونه کاروي.

د حزب الله د رسنیزو اړیکو دفتر په یوه خپور کړي بیان کې ویلي دي چې اسرائیلو د لبنان په جنوب کې د نباتیه ولایت ځینې نقطې په کلسټر بمونو ویشتلې دی.

په بیان کې ویل شوي، "په هغو سیمو کې چې کلسټر بمونه کارول شوي د خنزیرانو دره، د دییر سریان او ایلمان کلو ترمنځ د هیلت راج سیمه او د الاحرش په لاره کې د المان ښارګوټی شامل دي."

په بیان کې د بشري حقونو او د بشري مرستو پر نړیوالو سازمانونو غږ شوی چې د اسرائیلو جنایتونه او بریدونه په ځانګړې توګه پر ملکي وګړو د دوی د اوږدمهاله منفي اغیزو له امله وغندي.

حزب الله د اکتوبر په دیارلسمه په یوه بیان کې اعلان وکړ چې اسرائیل د لبنان په جنوب کې د حنین او طیري ښارونو ترمنځ سیمه د کلسټر بمونو په وسیله په نښه کړې چې د نړیوالو تړونونو له مخې یې کارول منع دي.

حزب الله ددې ترڅنګ د اسرائیلي پوځ پر ضد د خپلو عملیاتو په اړه یوه معلومات ورکړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې د لبنان په جنوب کې د رامیه ښارګوټي ته څیرمه د اسرائیلو ۳ بیلدوزر او ۲ مرکاوا ټانکونه په راکټونو وویشتل شوي او له منځه وړل شوي دي. همداشان  پدې بریدونو کې ګنشمیر اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.

حزب الله ټینګار کړی چې په مستقیم ډول یې د رامیه ښارګوټي ته څېرمه د اسرائیلي پوځیانو یوه ډله د توپونو په ډزو سره په نښه کړه.



اړوند خبرونه