الحوثي : په تیر کال کې مو د امریکا، انګلستان او اسرائیلو ۱۹۳ کښتۍ ویشتي دي

په یمن کې حوثيانو اعلان کړی چې په غزې باندې د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې یې په تیر کال کې د امریکا، اسرائیلو او انګلستان ۱۹۳ بېړۍ له زرو زیات توغنديو او بې پیلوټه الوتکو سره  په نښه کړي دي.

2195425

د حوثیانو مشر عبدالملک الحوثي د الاقصی د سیلاب د لومړۍ کلیزې په مناسبت د حوثي المسیره ټلویزیوني چینل ته په خپله وینا کې د تیر کال د پرمختګونو په اړه څرګندونې وکړې.

هغه وويل: "موږ د يمن په ډګر کې د فلسطيني ولس د بري لپاره خپل ديني، اخلاقي، بشري او اصولي دريځ ته دوام ورکوو."

حوثي د دې په بیانولو سره چې په غزې باندې د اسرائیلو له بریدونو راهیسې یې په یوه کال کې تر زرو زیات توغندي توغولي دي، د امریکا، انګلستان او اسرائیلو ۱۹۳ کښتۍ یې په نښه کړي چې له سرې بحیرې څخه تیریدې.

"موږ ۱۱ امریکايي په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکې  ویشتلي دي." حوثیانو ویلي، په دغه هېواد کې له هوا او سمندر څخه ۷۷۴ بریدونه شوي، چې په دغو بریدونو کې ۸۲ کسان وژل شوي او ۳۴۰ نور ټپیان شوي دي.

پيوندونه: #اسرائیل , #حوثیان , #یمن

اړوند خبرونه