حماس ډلې په خان یونس ښار کې پر اسرائیلي ځواکونو د مرګوني برید نه خبر ورکړی دی

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام لواګانو  د غزې د تړانګې په جنوب کې د خان یونس په ښار کې پر اسرائیلي پوځیانو د مرګوني برید نه خبر ورکړ.

2193314

د قسام د لوا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د خان یونس په ختیځ کې د الفخاري په سیمه کې له وړاندې د چمتو شوي ماین د چاودنې له امله ګڼ شمېر اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په بیان کې ویل شوي چې د اسرائیلو د پوځ دوه نقلیه وسایط، یو مرکاوا ټانک او دوه D9 پوځي بلدوزرونه په چاودیدونکو توکو او یاسین-105 راکټونو سره ویشتل شوي او هلیکوپترونه په سیمه کې د مړو او ټپیانو د تخلیې لپاره راغلي وو.

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د شاوخوا ۱۷ زره ماشومانو او ۱۱ زره ۳۷۸ ښځو په ګډون ۴۱ زره ۶۱۵ فلسطینیان وژل شوي او ۹۶ زره ۳۵۹ فلسطینیان ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي لا هم په زرګونه مړي  د خاور لاندې پراته دي، د روغتونونو او تعلیمي موسسو په نښه کولو سره ملکي بنسټونه هم ویجاړ شوي چې خلکو پکې پناه اخیستې.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې راهیسې چې پر غزې د دوی بریدونه پیل شوي، د دوی ۷۱۳ پوځیان وژل شوي او ۴۴۴۸ پوځیان ټپیان شوي، چې ۳۴۶ یې د ځمکني یرغل په بهیر کې وو.

پيوندونه: #برید , #اسرائیل , #حماس , #غزه

اړوند خبرونه