د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د لبنان په خاوره کې یې په ځینو ځایونو کې ځمکني یرغلیز عملیات پیل کړي دي.
د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هجري په خپور کړي بیان کې ویلي چې د اسرائیلو پوځ د لبنان په جنوب کې د حزب الله د بنسټونو پر ضد محدود او شدید ځمکني بریدونه پیل کړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې ځمکني یرغلیز عملیات به د هوايي ځواکونو او توپچي واحدونو په مرسته ترسره شوي او دا چې "د شمال د تیر عملیات" به په غزه کې له د جګړې سره په موازي توګه او د وضعیت د ارزونې له مخې دوام ولري.
د اسرائیلو جنګي الوتکو د پلازمېنې بیروت په جنوب کې د ضاحیه په سیمه کې د حزب الله د مرکز په توګه یادیږي د ځینو سیمو د اوسیدونکو نه غوښتي دي چې سمدلاسه دې سیمه خالي کړي . ددې غوښتنې نه وروسته بمباري پیل کړه. ویل کیږي اسرائیلي الوتکو د کوکبه-مرجیعون لویه لاره، د ترافیکو پرمخ تړل شوی و.
د اسرائیلو توپچي قطعو په جنوب کې د الویزاني، الخیام او مرجیعون په ځینو سیمو باندې دوه ساعته بریدونه وکړل او د عیته الشعب په سرحدي ښارګوټي يي د فیشنګونو بریدونه وکړل.
د لبنان د روغتیا وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې، د دوشنبې په ورځ د لبنان په جنوب، بیکا، بعلبیک او پلازمینه بیروت کې په کلیو او ښارونو باندې د اسرائیلي پوځ لخوا د ترسره شوي بریدونو له امله د اوښتو ځاني زیانونو په اړه معلومات شریک کړل.
په دې اساس په وروستیو بریدونو کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۷۲ تنه ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه
اسرائیلو د سوریې سره په پوله کې په لبنان کې د ایران لخوا جوړ شوي صحرايي روغتون باندې برید وکړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په برید کې نوموړی روغتون په بشپړه توګه سوځیدلی دی.