حزب الله هاشم صفي الدین ددې ډلې د نوي مشر په توګه د ټاکل کیدو په اړه خبرونه رد کړل
حزب الله هغه ادعاګانې رد کړې چې ګواکې هاشم صفی الدین د حسن نصرالله پر ځای چې د اسرائیلو په برید کې ژوند د لاسه ورکړ ټاکل شوی دی.
2192817
حزب الله هغه ادعاګانې رد کړې چې ګواکې هاشم صفی الدین د حسن نصرالله پر ځای چې د اسرائیلو په برید کې ژوند د لاسه ورکړ ټاکل شوی دی.
د حزب الله له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه حرکت د عمومي منشي په اړه په ځینو رسنیو کې خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري.
په بیان کې راغلي "موږ غواړو روښانه کړو چې زموږ د مشر (نصرالله) له شهادت وروسته د حزب الله د تنظیمي کړنلارو په اړه په ځینو رسنیو کې خپاره شوي خبرونه په بشپړ ډول بې بنسټه دي."
په بیان کې دې ته اشاره شوې چې د حزب الله مشرتابه په دې اړه خپل کار ته دوام ورکوي او غوښتنه يې وکړه چې د حزب الله د مشرتابه له خوا په دې اړه رسمي څرګندونو نه پرته په نورو څرګندونو باور مکوۍ.
د حزب الله عمومي مشر حسن نصرالله د سپټمبر په ۲۷مه د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرائیلي پوځ په هوايي برید کې ووژل شو.