د اسرائیلو لخوا پر لبنان د تیرو ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په لبنان کې د اسرائيلي پوځ له خوا تیره په ترسره شويو هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۱۰۵  تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۵۹ تنه  نور ټپيان شوي دي.

2192755

د لبنان د روغتیا وزارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې د هیواد په مختلفو برخو کې د اسرائیلو د روانو سختو هوايي بریدونو له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت د بیان له مخې  د هیواد په جنوب کې د انکون ښار په هدفونو د هوایی حملو په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ کسان ،  په بنت جبیل ښارګوټی کې ۵، په سور ښار کې ۱۶ او د بیکا په سیمه کې لږ تر لږه ۹ کسان ، په سویل کې د نباتیه او مرجعیون سیمو کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په عین الدلب سیمه کې د اسرائیلو د پوځ لخوا تیر ماښام په ترسره شوی هوایی برید کې ۳۶ کسان ووژل شول او ۵۷ نور ژوبل شول.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اسرائیلي پوځ د پرونیو هوايي بریدونو په پایله کې ۱۰۵ تنه وژل شوي او ۳۵۹ نور ټپیان شوي دي.

د لبنان د چارواکو په وینا، د سپټمبر له ۱۷ راهیسې د حزب الله لخوا د ارتباطي وسایلو د چاودلو له امله د ۱۰۴ ماشومانو او ۱۹۴ ښځو په ګډون ټول ۱۱۷۴ کسان وژل شوي دي.

د حزب الله مشر حسن نصرالله د سپټمبر په ۲۷ مه په بیروت کې د اسرائیلي پوځ په هوايي بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اړوند خبرونه