جماس : د مې په ۳۱ مه د امریکا ولسمشر لخوا وړاندې شوې د اوربند طرحې سه اوربند ته چمتو دي

د حماس غورځنګ ویلي، چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا د مې په ۳۱مه اعلان شوې طرحې سره سم اوربند ته چمتو دي او هر ډول نوي شرطونه ددوې لپاره د منلو وړ ندي.

2186310
جماس : د مې په ۳۱ مه د امریکا ولسمشر لخوا وړاندې شوې د اوربند طرحې سه اوربند ته چمتو دي

د حماس غورځنګ ویلي، چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا د مې په ۳۱مه اعلان شوې طرحې سره سم اوربند ته چمتو دي او هر ډول نوي شرطونه ددوې لپاره د منلو وړ ندي.

د حماس له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د حماس پلاوي د خلیل الحيه په مشرۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د مصر د استخباراتو له مشر عباس کامل سره لیدنه کړې ده.

حماس اعلان وکړ چې د چې د مې په ۳۱ مه د امریکا د ولسمشر جو بایدن لخوا د وړاندې شوې طرحې ، د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۷۳۵ شمیرې پریکړه لیکونو او د جولای د دویمې د تړونونو په مطابق  "د توافق شوي اوربند د سمدستي پلي کولو لپاره چمتو دی.

په داسې حال کې چې د بایډن لخوا د اعلان شوي اوربند پلان ته نوو شرطونو اضافه کول رد شوي، په غزه کې د اوربند، د بندیانو تبادله او له سیمې څخه د اسرائیلي پوځ د وتلو په برخه کې د منځګړیتوب هڅې ستایل شوي دي.

د امریکا  ولسمشر جو بایډن د می په ۳۱ اعلان وکړ چې اسرائیل د دریو مرحلو څخه جوړ د اوربند نوی وړاندیز وړاندې کړی دی.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ادعا وکړه چې د امریکا د ولسمشر بایډن لخوا اعلان شوې د اوربند طرحه  د اسرائیل لخوا چمتو شوي وړاندیز سره توپیر لري او غوښتنه یې کړې چې نوي شرطونه پکې اضافه شي.

نتانیاهو غوښتل چې د اسرائیلو نیواک په نیتزاریم دهلیز کې چې غزه په دوو برخو ویشي، او د غزې په تړانګه کې د فلاډیلفي دهلیز او د مصر په پوله او همدارنګه د رفح سرحدي دروازې ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه