اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د ناکامو عملیاتو په نتیجه کې خپل درې تنه اسرائیلي اسیران ووژل

اسرائیلي ځواکونو په خپلو اسیرانو برید کړی دی

2185520
اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د ناکامو عملیاتو په نتیجه کې خپل درې تنه اسرائیلي اسیران ووژل

د اسرائیلو پوځ خپل وګړي وژلي او دا معلومات يي له خپلو خلکو پټ کړي دي.

اسرائیلي ځواکونو د دسمبر په میاشت کې په غزه کې د اکتوبر د ۷ مې په برید کې د حماس لخوا د یرغمل نیول شوو اسرائیليانو د ژغورولو په موخه عملیات ترسره کړل. پداسې حال کې چې دې عملیاتو دوام درلود د اسرائیلو هوايي ځواکونو په سیمه هوايي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې ۳ تنه اسرائیلي اسیران او ۲ تنه اسرائیلي سرتیري ووژل شول.

د اسرائیلو ۱۲ چینل د خبر له مخې ددې هوايي برید هدف د فلسطین د مقامت ډلې حماس یو جګپوړي پوځي مشر وو.



اړوند خبرونه