حماس:د امریکا لخوا د سولې په اړه نوی وړاندیز د لا زیاتو فلسطینیانو وژلو نه پرته بله څه ګټه نلري
د حماس د سیاسي دفتر غړي اسامه حمدان ویلي چې د غزې په تړانګه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې لپاره د امریکا نوی وړاندیز د " په اسرائیل کې د حکومت پر خلاف د خلکو د غصې د کمولو" او "د فلسطیني خلکو د نورو وژنو لپاره د وخت ترلاسه کول دي. "
د حماس د سیاسي دفتر غړي اسامه حمدان ویلي چې د غزې په تړانګه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې لپاره د امریکا نوی وړاندیز د " په اسرائیل کې د حکومت پر خلاف د خلکو د غصې د کمولو" او "د فلسطیني خلکو د نورو وژنو لپاره د وخت ترلاسه کول دي. "
د حماس غورځنګ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې د قطر له الجزیرې ټلویزیون سره د الحمدان مرکه خپره کړې ده . په بیان کې د الحمدان له قوله ویل شوي دي چې پدې وروستیو کې په رسنیو کې د امریکا د ولسمشر بایدن لخوا منځګړیتوب لپاره یو نوي وړاندیز وړاندې کولو ته چمتووالی نیولی دی د ادعاګانو د خپریدو نه پرته بل کوم نوی شی ندی لیدلی .
حمدان ویلي، امریکا د اسرائیلو ملګرې ده، چې د اسرائیلو پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یې کافي فشار نه دی راوړی او هغه څه یې نه دي کړي، چې د وړاندې شویو نوښتونو د تطبیق لپاره اړین وو.
هغه وويل "د امريکا د نوښت د وړاندې کولو خبرې د اسرائيلو او امريکا د ناکامۍ په نتيجه کې د غصې د اسرائيلو په واټونو کې د جذبولو هڅه ده او نتنياهو ته د زياتو فلسطينيانو د وژلو لپاره نور وخت ورکوي."
حمدان يادونه وکړه، چې د اسرائيلو د شرايطو له مخې له غزې څخه د اسرائيلي بنديانو د خلاصون نظريه ممکنه نه ده او دا چې دغه بنديان به تر هغو خپلو کورنيو ته نه ستنېږي، څو چې بريدونه پای ته ونه رسېږي او اسرائيل په بشپړه توګه له غزې څخه ووځي.
د حماس چارواكي حمدان وويل "نوي نوښت ته اړتيا نشته، څه ته اړتيا ده. دیته اړتیا ده چې نتنياهو د جولای په دوهمه نېټه وړاندې شو او د مقاومت له خوا تصويب شو وړاندیز منلو ته اړ کول دي. د حل لاره هم همدا ده.
حمدان بیا ټینګار وکړ چې حماس هر هغه فورمول ردوي چې اسرائیلو ته اجازه ورکوي چې د فلاډیلفیا په دهلیز کې پاتې شي.
د ویلو ده چې د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې د سپټمبر په دویمه په خپور کړي خبر کې د یو تن چارواکي له قوله چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي ادعا کړې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د غزې په اړه یو نوي وړاندیز وړاندې کولو ته چمتووالی نیسي.