حماس : اسرائیلو په غزه کې اسرائیلي بندیان په قصدي ډول وژلي دي
حماس غورځنګ ویلي دي ، ۶ تنه اسرائیلي بندیان، چې د اسرائیلي پوځیانو لخوا د غزې په تړانګه کې مړه موندل شوي دي ، د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.
حماس غورځنګ ویلي دي ، ۶ تنه اسرائیلي بندیان، چې د اسرائیلي پوځیانو لخوا د غزې په تړانګه کې مړه موندل شوي دي ، د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الریشک په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټانو د بمباریو په نتیجه کې وژل شوي اسرائیلي بندیان د امریکا لخوا اسرائیلو ته د راستول شوو وسلو سره وژل شوي دي. د ویلو ده چې د همدې وسلو سره د فلسطینیانو قتل عام هم ترسره کیږي.
په بیان کې راغلي دي چې د امریکا ولسمشر (جو بایډن) د اسراییلي بندیانو د ژوند په اړه اندېښمن وي، باید د پیسو او وسلو په وسیله د دغه دښمن ملاتړ بند کړي او پر اشغالګرو فشار راوړي چې ژر تر ژره یرغل پای ته ورسوي.»
هغه ویلي دي چې "حماس د بایډن په پرتله د بندیانو ژوندي پاتې کیدو په اړه ډیر زیات هلې ځلې کولې او کوي او له همدې امله یې د اوربند وړاندیز او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک قبول کړ. نتنیاهو دا ټول رد کړل." الریشک په خپله وینا کې د امریکا اداره او ولسمشر بایډن د "غزې په تړانګه کې د جنایتونو او ویجاړۍ جګړې" مسوول وبلل.
هغه وویل چې "دا نتنیاهو، د هغه افراطي حکومت او هر هغه څوک چې د دې تیري ملاتړ کوي د دې وحشیانه جرمونو او زموږ د خلکو په وړاندې د ۱۱ میاشتنۍ نسل وژنې جګړې اصلي مسئول دی او د جنګي جنایتکار نتنیاهو او د هغه د ډلې جرمي شریکان دي. ʺ
وروسته له هغې چې د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د غزې تړانګې د رفح ښار په یوه تونل کې د ۶ اسرائیلي بندیانو جسدونه موندل شوي، د حماس پوځي څانګې عزالدین القسام بریګیډ یوه ویډیو خپره کړه.
پدې ویدیو کې په غزه کې د اسرائیلي بندیانو کورنیو ته په خطاب کې ویل شوي دي چې،
"د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې په تړانګه کې د خپلو (اسرائیلي) بندیانو د ژغورلو پر ځای د فلاډیلفیا دهلیز غوره کړ."
پدې ویدیويي پیغام کې ویل شوي دي چې اسرائیلي ځواکونو د غزې په تړانګه کې دا اسرائیلي بندیان په قصدي ډول وژلي دي، دوې پدې ډیره پوهیدل چې د هر ډول اوربند د تفاهم په کیدو سره لومړی همدا بندیان خوشې کیدل."