حماس : اسرائیل په ریښتنې توګه د سولې په مذاکراتو کې ګډون ندی کړی

د حماس د سیاسي بيورو غړي خليل الحيه وویل چې  په غزه کې د اوربند او د بنديانو د تبادلې لپاره اسرائيلو هیڅکله هم  رښتينې خبرې اترې نه دي کړي او زیاته کړه ، د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د غوښتنې په صورت کې ، دوی يوې موافقې ته چمتو دي.

2182189
حماس : اسرائیل په ریښتنې توګه د سولې په مذاکراتو کې ګډون ندی کړی

د حماس د سیاسي بيورو غړي خليل الحيه وویل چې  په غزه کې د اوربند او د بنديانو د تبادلې لپاره اسرائيلو هیڅکله هم  رښتينې خبرې اترې نه دي کړي او زیاته کړه ، د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د غوښتنې په صورت کې ، دوی يوې موافقې ته چمتو دي.

الحیه د قطر له الجزیرې ټلویزیون سره په خبرو کې وویل "اوس مهال ریښتینې خبرې اترې نه دي شوي، له بده مرغه چې د وخت ضایع کول دي.  خبرې اترې له دوو اونیو راهیسې روانې دي، خو کومه نتیجه يي ندې ورکړې. که نتانیاهو د بندیانو تبادله وغواړي موږ چمتو یو."

الحیه دې ته په اشارې سره چې نتنیاهو ټینګار وکړ چې دوی به د نتزاریم دهلیز څخه چې د غزې د تړانګې شمال او جنوب سره جلا کوي او د مصر او غزې په پوله کې د فلاډیلفي دهلیز څخه ونه وځي، وویل: "زه په واضح ډول وایم تر کومه چې اسرائیلي ځواکونه په بشپړه توګه له غزې څخه وتلي نه وي ، هیڅډول موافقه ناممکنه ده.

الحیه د دې په بیانولو سره چې نتنیاهو غواړي جګړې ته دوام ورکړي، یوې موافقې ته رسیدل به قیمت ولري او نتنیاهو نه غواړي چې دا قیمت ورکړي.

الحیه د غزې په رفح ښار کې د شپږو اسرائیلي بندیانو د مړو د موندلو مسلې ته په اشارې سره وویل: "دا ممکنه وه چې بندیان د یوې موافقې له مخې خپلو کورنیو ته سپارل شوي وی، مګر د اسرائیلي پوځ او نتنیاهو ټینګار د دوی د مړینې لامل شو. په لسګونو کسان یې ووژل چې له دوی سره اوسېدل او د هغوی ساتنه یې کوله.»

الحیه د دې په بیانولو سره چې ځینې اسرائیلي بندیان په مستقیم ډول د اسرائیلي سرتیرو په ګولیو وژل شوي.  نتنیاهو هڅه کوله ځان د اتل په توګه انځور کړي .

الحیه په غزه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې پروسې پړاوونو ته په اشارې سره، وویل چې دوی لیدلي چې نتنیاهو د خبرو اترو په ټولو پړاوونو کې د موافقې سره علاقه نه درلوده.

الحیه پر امریکا هم سختې نیوکې وکړې او وویل چې ، امریکا په خپل وړاندیز هم کلک ونه درید او د هغه څه نه چې پخپله يي ویلي وو په شا تګ وکړ.



اړوند خبرونه