اسرائیلي ځواکونو یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د کارکوونکو پر موټر برید وکړ

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، اسرائیلي پوځ تېره شپه په غزه کې د دغه سازمان د بشري مرستو یو موټر په نښه کړی دی.

2181080
اسرائیلي ځواکونو یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د کارکوونکو پر موټر برید وکړ

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، اسرائیلي پوځ تېره شپه په غزه کې د دغه سازمان د بشري مرستو یو موټر په نښه کړی دی.

سټیفن دوجاریک وویل "زه غواړم په ګوته کړم چې د اسرائیلو دفاعي ځواکونو پداسې حال کې  د ملګروملتونو سازمان اړوند پر موټر چې په ډیر واضح توګه پرې د ملګروملتونو سازمان  لوګو  ښکاري په مخکینۍ هیندارې ورته لس ځله ډزې کړي دي.

"له نېکه مرغه، په موټر کې سپرو دوه تنو پرسونل ته زیان نه دی رسېدلی." دوجاریک وویل  دا چې موټر زغره وال وو د ملګرو ملتونو د کارمندانو ژوند ژغورل شوی دی.

ویاند ددې پوښتنې په ځواب کې  چې ایا دا برید قصدي وو که نه وویل ،  "د هغو کسانو د ذهنیت ارزولو لپاره هیڅ لاره نشته چې په موږ یې ډزې وکړې، موږ پوهیږو چې د دې ځانګړي کاروان حرکت د اسرائیلو چارواکو سره همغږی شوی وو. "

ویاند د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې  چې آیا د دې پیښې په اړه د تحقیقاتو لپاره به پر اسرائیلو فشار راوړل شي، وویل، "موږ په دې اړخ هیڅ نفوذ نه لرو."

له بلې خوا، په نېږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د ملګرو ملتونو ۲۱۲ کارکوونکي وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۰ زرو اوښتی چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، په تېرو لسو میاشتو کې بشري ناورین ورځ تر بلې ژورېږي.



اړوند خبرونه