د فلسطین ولسمشر محمود عباس سعودي عربستان ته سفر کړی

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره په غزه کې د اوربند پر هڅو خبرې وکړې.

2180703
د فلسطین ولسمشر محمود عباس سعودي عربستان ته سفر کړی

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره په غزه کې د اوربند پر هڅو خبرې وکړې.

محمود عباس د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې له بن سلمان سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د فلسطین په اشغال شوې خاوره کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث وشو، د غزې په تړانګه او لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د بریدونو د بندولو لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو په اړه خبرې وشوې.

عباس له بن سلمان سره په کتنه کې په فلسطین کې د مسلمانانو او عیسویانو د سپېڅلو ځایونو او په تېره بیا د اسرائیلو د ښي اړخې ملي امنیت د وزیر  بن ګوییر لخوا په الاقصی جومات کې د کنیسې د  د جوړولو لپاره د پارونکو څرګندونو او اقداماتو خطر ته متوجه شو. هغه د  ​​مسجد الاقصی په اړه د یهودانو وینا خطرناکه وبلله.

عباس چې بن سلمان ته یې د فلسطیني ادارې له نورو چارواکو سره یو ځای غزې تړانګې ته چې د اسرائیلو تر بریدونو لاندې ده، د تګ د هڅې په اړه خبر ورکړ، وویل چې دا اقدام به نه یوازې په غزه کې د اسرائیلو د جګړې مخه ونیسي، بلکې پیغام به هم ورسوي  چې دوی د یوه فلسطیني دولت په توګه د لویدیځې غاړې او غزې په تړانګه کې د واکمنۍ واک لري.

بن سلمان همداراز دې ته په اشارې سره چې د فلسطین له مسئلې څخه د ملاتړ په برخه کې د سعودی عربستان دریځ نه دی بدل شوی او ټینګار یې وکړ چې په غزې تړانګه کې باید ژر تر ژره اوربند رامنځته شی.



اړوند خبرونه