هنیه : د اسرائیلي پوځ لخوا بریدونه د اوربند موافقې په اړه مذاکراتو ته زیان رسوي

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ویلي، د اسرائیلي پوځ له خوا د کړکېچ زیاتېدل به د اوربند د موافقې لپاره د خبرو اترو بهیر ټکنی کړي او هر څه به صفر کړي.

2160810

د حماس د یوې بیانیې له مخې، هنيه له منځګړو سره بیړنۍ تماسونه نیولي دي ځکه چې په غزه کې د اسرائیلي پوځ له خوا «پراخه قتل عام» او «جبري بې ځایه کیدل» دوام لري.

هنيه د خبرو اترو په ترڅ کې په غزه، رفح او نورو ښارونو کې د رامنځته شويو ناورينونو په اړه خبرداری ورکړ.

هنيه په دې باندې په ټينګار سره چې د خبرو اترو د بهير د ناکامۍ مسووليت په بشپړه توګه د اسرائيلو د لومړي وزیر بنيامين نتنياهو او د هغه د پوځ په غاړه دى، خبردارى ورکړ چې هغه څه چې په غزه، رفح او نورو ځايونو کښې پېښ شوي او پیښیږي د خبرو اترو بهير ټکنی کوي او هر څه به  د پيل پړاو ته ورګرځي.

اسرائیلي پوځیانو له هوا او ځمکې څخه د غزې تړانګې په مختلفو سیمو په تېره بیا په جنوب کې د رفح په ښار بریدونو ته دوام ورکوي.

تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې د مصر او قطر په منځګړیتوب د تل ابیب او حماس تر منځ د بندیانو د تبادلې او اوربند په اړه یوې موافقې ته د رسیدو لپاره غیر مستقیمې خبرې اترې بیا پیل شي.

د اسرائیلو د داخلي استخباراتو د ادارې  مشر رونن بار په مشرۍ د اسرائیلو مذاکراتي پلاوی پرون مصر ته لاړ چې د بندیانو د تبادلې او د رفح سرحدي دروازې د مدیریت په اړه په خبرو اترو کې ګډون وکړي.

اړوند خبرونه