د فلسطین مقاومت غورځنګ حماس ویلي دي چې د اوربند د موافقې په اړه د اسرائیلو ځواب ته انتظار باسي.

په داسې حال کې چې پر غزې د اسرائیلو بریدونو له ۲۷۵ ورځو راهیسې دوام لري، په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند خبرې دوام لري.

2160389

د حماس دوو چارواکو چې نه غوښتل نوم يي واخیستل شي اعلان وکړ چې دوی په غزه کې د اوربند د موافقې لپاره د حماس د وروستي وړاندیز په اړه د اسرائیلو ځواب ته انتظار باسي.

چارواکو وویل، "موږ خپل ځواب منځګړو ته رسولی او د اشغالګرو ځواب ته منتظر یو."

د اوربند د خبرو په اړه چارواکو ویلي چې اسرائیلو له قطریانو سره لیدلي او ویلي یې دي، دوی له دوی سره د حماس د غبرګون په اړه خبرې کړي او ژمنه یې کړې چې په څو ورځو کې به ځواب ورکړي.

اړوند خبرونه