د سوریې موقت حکومت : د تورکیې پر بیرغ او ځواکونو هر ډول برید د منلو وړ ندی

د سوریې موقت حکومت د هیواد په شمال کې د تورکیې د بیرغ او تورکي ځواکونو پر خلاف وروستی تاوتریخوالی په کلکه توګه وغنده.

2158120
د سوریې موقت حکومت : د تورکیې پر بیرغ او ځواکونو هر ډول برید د منلو وړ ندی

د سوریې موقت حکومت د هیواد په شمال کې د تورکیې د بیرغ او تورکي ځواکونو پر خلاف وروستی تاوتریخوالی په کلکه توګه وغنده.

د سوریې موقت حکومت ویلي چې د تورکیې د بیرغ په وړاندې اقدامات په کلکه ردوي او له خلکو یې غوښتي چې په ازادو شویو سیمو کې میشت خلک دې د تورکیې د پوځ او د سوریې د ملي اردو په قربانیو جوړو شویو ملکیتونو او تاسیساتو باندې د بریدونو نه ډډه وکړي."

د سوریې د موقت حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه  کې ویل شوي چې تاریخ او جغرافیه د هغه ورورګلوۍ شاهدي ورکوي چې له پیړیو راهیسې د ترکانو او عربانو ترمنځ دوام لري.

په خبرپاڼه  کې ټینګار شوی دی چې د سیمې له ټولو مشکلاتو سره سره به دغه ورورګلوی تر راتلونکو پیړیو پورې دوام وکړی او دا د دواړو هیوادونو د ګډ برخلیک ضرورت دی .

"د سوریې موقت حکومت په تورکیه او ټولو هغه  هیوادونو کې چې سوري وګړو پناه اخیستې ده  د سوري وګړو د حق او حقوقو پر  ساتنې ټینګار کوي او د تیري کوونکو په وړاندې د تورکیې د کورنیو چارو وزارت د قانوني ګامونو ستاینه کوي.

د سوریې موقت حکومت په ازادو شویو سیمو کې پر خپلو خلکو غږ کوي چې د تورکیې او سوریې د خلکو د اوسني اتحاد د کمزوري کولو او د تورکیې د پوځ او د سوریې د ملي ځواکونو په قربانیو جوړ شوي ملکیتونو او تاسیساتو باندې د حملې په هدف پارونکو اقداماتو نه ډډه وکړي. "د سوریې موقت حکومت دا خطر په ګوته کوي چې د انقلاب دښمنان به دا پیښې د تورکیې او سوریې د اړیکو د خرابولو لپاره وکاروي او هغه تورکي وروڼه به په نښه کړي چې د سوریې د خاورې په ژغورلو په خاطر هر ډول قرباني ورکوي."

په دغه بیانیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پرونۍ وینا ته په اشارې سره ټینګار شوی دی چې په قیصری کې رامینځته شوې پیښې په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي او دغه غمجنې پیښې به د ورورګلوۍ د سیوري کولو اجازه ورنکړي.

تیره ورځ په قیصري ښار کې یو سوري وګړی وروسته له هغه ونیول شو چې ویل کیږي په یو ماشوم چې د ده خپلوان و جنسي تیری کړی وو. وروسته په قیصري ولایت کې سترې مظاهرې پيل شوې.

له دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې پوسټونه شوي چې په سوریه کې د تورکیې پر اتباعو او د تورکیې د بیرغ په وړاندې بریدونه شوي دي.



اړوند خبرونه