فلسطین : په غزه کې د بهرنیو ځواکونو میشتیدو ته به اجازه ورنکړو

فلسطین د غزې په تړانګه کې د بهرنیو ځواکونو د ځای په خای کول سخت رد کړل او دا اقدام يي د اشغال  دوام وباله.

2157783
فلسطین : په غزه کې د بهرنیو ځواکونو میشتیدو ته به اجازه ورنکړو

فلسطین د غزې په تړانګه کې د بهرنیو ځواکونو د ځای په خای کول سخت رد کړل او دا اقدام يي د اشغال  دوام وباله.

فلسطین اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې "د بهرنیو ځواکونو ځای په ځای کول او د  اشغال دوام په کلکه توګه ردوي".

د فلسطین د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اسرائیل د اکتوبر د ۷ مې نیټې راهیسې پر غزې خپل وحشیانه او ظالمانه بریدونو ته دوام ورکوي او په اشغال شوې او کلابنده شوې غزې تړانګه کې "د بهرنیو ځواکونو ځای په ځای کول به د اشغال دوام وي. فلسطین په غزه کې د بهرنیو ځواکونو مستقر کیدل په کلکه ردوي  او دا د اشغال د دوام په توګه بولي".

د فلسطین د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند او د اطلاعاتو وزیر نبیل ابو ردینه د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا ته سره په مرکه کې په وویل: په فلسطیني خاوره کې د هیڅ بهرني شتون مشروعیت نلري او په فلسطین خاورې په اړه پریکړه  یوازې د فلسطین خلک کوي چې څوک به پر فلسطین واکمن وي.

ابو ردینه د دې خبرې په ټینګار سره  وویل چې  اسرائیل "د میشته کولو او بې ځایه کولو پالیسي د عملي‌ کولو په خاطر خونړیو وژنو ته دوام ورکوي. د اسرائیل دا پالیسي  هیڅ مشروعیت نلري"، ابو ردینه وویل، "که د اشغالګر حکومت او لومړی وزیر (بنیامین نتنیاهو) باور ولري چې دوی کولی شي د غزې په اړه  پریکړه وکړي غلط فکر کوي. د فلسطین د برخلیک په اړه پریکړه کول پخپله د فلسطین د خلکو واک دی  او د غزې په تړانګه کې د د بهرنیو ځواکونو په راوستلو سره اشغال ته دوام ورکول دي‌ چې دا ستره خطا وي.»

ابو ردینه وویل چې دوی به په لویدیځه غاړه او غزې تړانګه کې د بهرنیانو شتون ته اجازه ورنکړي او ویې ویل چې د فلسطین د ازادۍ سازمان د فلسطین د خلکو یوازینی مشروع استازی دی.

ابو ردینه همداشان په نیواکي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو د پراخولو لپاره د اسرائیلو د حکومت په پلان نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه کار د فلسطین د خلکو، د هغوی د ځمکې او مقدساتو خلاف د هراړخیز جنګ یوه برخه ده.

ابو ردینه په دې خبرې سره چې دوی د فلسطین د خلکو د شړلو دسیسه په کلکه ردوي، "موږ به اجازه ورنکړو، که څه هم په قیمت کې وي."


پيوندونه: #اشغال , #غزه , #فسطین

اړوند خبرونه