په یمن کې حوثيانو د صنعا په نړیوال هوايي ډګر کې ۳ الوتکې چې حاجیان یې لېږدول برمته کړي دي.

د یمن ایرلاینز لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې حوثيانو د جون په ۲۵ مه ایربس ۳۲۰ ماډل درې الوتکې چې د دغه هوايي شرکت اړوند دي، برمته کړي دي.

2156524

د يادونې وړ ده، چې د صنعا په هوايي ډګر كې نيول شوې درې الوتكې د سعودي عربستان د جدې ښار له پاچا عبدالعزيز هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه  او په سلګونو حاجيان يې د حج له ادا كولو وروسته هیواد ته راستانه کړي وو.

په دغه بیان کې  د یمن د ولسمشرۍ د شورا، حکومت، د سعودی عربستان په مشرۍ د عربی ائتلاف، د نړیوالو هوایی ترانسپورت سازمانونو او د ملګرو ملتونو نه غوښتنه شوې ده چې  ، په حوثیانو غږ وکړ چې دا خپلسري عملونه پای ته ورسوي. په بیان کې راغلي دي چې په زرګونو تنه یمني حاجیان هیواد ته د راسنیدو په خاطر په سعودي عربستان کې انتظار باسي. همداشان د حکومت او نړۍوالو سازمانونو نه غوښتنه شوې چې د حوثیانو پر خلاف بیړنی ګام اوچت کړي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې  هم حوثيانو چې د ایران قوي ملاتړ تر شا لري  د یمن د هوايي شرکت اړوند  یوه ایربس ۳۳۰ ماډل  الوتکه برمته کړې وه.

پيوندونه: #الوتکې , #حوثیان , #یمن

اړوند خبرونه