اسرائیلي رسنۍ : د اکتوبر په ۷ مه د حماس سربیره اسرائیلي ځواکونو هم پر اسرائیلیانو برید کړی دی.
د اکتوبر په ۷ مه نیټه د حماس لخوا پر اسرائیلو د برید پر مهال د اسرائیلو پولیسو او چورلکو هم پخپله پر اسرائیلیانو بریدونه کړي دي.

د اکتوبر په ۷ مه نیټه د حماس لخوا پر اسرائیلو د برید پر مهال د اسرائیلو پولیسو او چورلکو هم پخپله پر اسرائیلیانو بریدونه کړي دي.
د اسرائیلو هارتز ورځپاڼې د پولیسو د سرچینو په حواله په خپل راپور کې ادعا کړې چې د اکټوبر په اوومه د حماس په برید کې د اسرائیلو یوې جنګي چورلکې هم د موسیقۍ په میله کې پر ملکي وګړو ډزې وکړې.
اسرائیلي رسنیو ادعا کړې چې اسرائیلي ځواکونو د حماس پر غړو د ډزو پر مهال اسرائیلي ولسي وګړي هم نښه کړي دي.
هارتز ورځپاڼې د اکټوبر په اوومه له غزې څخه د حماس له خوا د ترسره شوي برید په اړه د اسرائیلي امنیتي چارواکو له خوا د ترسره شوې امنیتي ارزونې په اړه معلومات خپاره کړي دي.
د اسرائیلو د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په ارزونه کې، د حماس له غړو څخه د تحقیقاتو ریکارډونو او د پیښې په اړه د پولیسو د تحقیقاتو پر بنسټ، ویل شوي چې حماس د غزې تړانګې ته نږدې د موسیقۍ د میلې په اړه هیڅ معلومات نه درلودل.
راپور ورکړل شوی چې امنیتي چارواکو اټکل کړی چې حماس د برید پرمهال د ډرون الوتکو او پاراشوټ عناصرو څخه د موسیقۍ فیسټیوال په اړه معلومات ترلاسه کړي دي چې وروسته دوی د ارتباطي سیسټم په کارولو سره سیمې ته خپل جنګیالي سوق کړي دي.
د خبر له مخې، د پولیسو پلټنو څرګنده کړه چې د فیستیوال ډیری ګډونوال د برید د پیل نه نیم ساعت مخکې د فیستیوال د پایته رسیدو د تصمیم له امله په تیښته بریالي شوي وو.
هارتز ورځپاڼې په خپل خبر کې ادعا کړې چې تحقیقاتو دا هم څرګنده کړې چې د اسرائیلو یوې جنګي چورلکې د حماس پر غړو د ډزو پرمهال پر ملکي وګړو ډزې کړي دي.
"د پولیسو د یوې سرچینې په وینا، پلټنې دا هم ښیي چې د اسرائیلو د اردو یوه جنګي چورلکې چې د پیښې ځای ته ورسیده او ظاهرا یې هلته په ترهګرو ډزې کولې هم د فیستیوال په ځینو ګډون کونکو ډزې کړي دي. د پولیسو په وینا، په فیستیوال کې ۳۶۴ کسان ووژل شول."
د اسرایلي یدیعوت احرونوت ورځپاڼې هم ورته خبر خپور کړی دی.
د اسرائیلو د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې هم د هغو شېبو په اړه یو راپور خپور کړی چې د اکتوبر په اوومه د اسرائیلو د هوايي ځواک چورلکو د غزې څخه د حماس لخوا په ترسره شوي برید کې مداخله وکړه.
"د حماس ترهګرو ته لارښوونه شوې وه چې ورو ورو د فیستیوال د ګډونوالو په منځ کې ګډ شي او په هیڅ حالت کې حرکت ونکړي تر څو معلوم نشي. په دې توګه، دوی وتوانیدل چې هوايي ځواک په دې باور کړي چې لاندې کسان اسراییلیان دي. دوې دې فریب د یو څه وخت لپاره کار وکړ، تر څو کې اپاچي چورلکې له محدودیتونو خلاصې شوې. پیلوټانو ته دا ستونزمنه شوه چې توپیر وکړي چې څوک ترهګر و او څوک اسراییلي دي. " "کله چې دوی پوه شول، شاوخوا ۹ بجې بیا ځینو یې پریکړه وکړه چې د خپلو لوړپوړو چارواکو له اجازې پرته په خپلواکه توګه د ترهګرو په وړاندې د توپ بریدونه وکړي.
همداشان په یوې اپاچي چورلکې پیلوټ ویلي دي چې دوې ته دا ډیره ګرانه وه چې معلوم کړي څوک ترهګر او څوک عام وګړي دي. د همدې امله د یوې مخې برید کړی دی.