په غزه کې د ځاني تلفاتو شمیره د ۱۱۵۰۰ تنو نه واوښته

پداسې حال کې چې پر غزې د اسرائیلو بریدونه دوام  لري ، په غزه کې د وژل شوو کسانو  شمیر ۱۱ زره او ۵۰۰  تنو ته ورسید.

2065555
په غزه کې د ځاني تلفاتو شمیره د ۱۱۵۰۰ تنو نه واوښته

پداسې حال کې چې پر غزې د اسرائیلو بریدونه دوام  لري ، په غزه کې د وژل شوو کسانو  شمیر ۱۱ زره او ۵۰۰  تنو ته ورسید.

په غزه کې د اندونیزیا د روغتون رئیس عاطف الکهلوت اعلان وکړ چې د غزې په شمال کې د اندونیزیا روغتون په بشپړه توګه له فعالیته غورځیدلی دی. هغه پر امبولانسونو غږ وکړ چې  نور " ټپیان دې روغتون ته مه راوړي."

د بله پلوه  اسرائيلي پوځيان چې  له بېلابېلو لارو د جنين ښار ته ننوتي دي د ابن سينا ​​روغتون يې محاصره کړې دی.

اسرائیلي ځواکونو د روغتون د  کارکوونکو  څخه هر څه ژر له روغتون څخه  د وتلو غوښتنه کړې. د غزې تړانګې حکومت اعلان کړی چې د اسرائیلو له خوا په محاصره شوي شفا روغتون کې تر ۷ زرو زیات بې کوره شوي کسان، ناروغان او طبي کارکوونکي د اوبو او خوراکي توکو د کمښت له امله له مرګ د ګواښ سره مخامخ دي.

د غزې پر تړانګه د اسرائیلو بریدونه له ۴۲ ورځو راهیسې په پرله پسې ډول دوام لري.

په داسې حال کې چې په ملکي میشت ځایونو، روغتونونو او جوماتونو باندې د اسرائیلي پوځ لخوا په ترسره شویو بریدونو کې په زرګونو فلسطینیان خپل ژوند له لاسه ورکړی، روغتونونه د تیلو او درملو د کمښت له امله یو په بل پسې له فعالیته غورځیږي.

د اندونیزیا د روغتون رییس عاطف الکهلوت په خپل بیان کې وویل، "موږ نور خدمات نه شو وړاندې کولی، موږ نشو کولی ناروغانو ته بسترونه وړاندې کړو،" او اعلان یې وکړ چې د روغتون څانګې په بشپړ توګه له فعالیته غورځیدلي دي.

هغه وويل، چې دا روغتون د ۱۴۰ تنو   ناروغانو ظرفيت لري او زياته يې کړه، چې اوسمهال په روغتون کې شاوخوا ۵۰۰ تنه  ناروغان شتون لري.

د اندونیزیا روغتون  له فعالیته د غورځیدو وروسته دا ځل اسرائیلي پوځیانو د جنین ښار د ابن سینا روغتون په نښه کړ.

اسرائیلي پوځیان په زغره والو ګاډو کې د روغتون مخې ته راورسېدل او د روغتون پر کارکوونکو یې غږ وکړ چې له ودانۍ ووځي.

د عيني شاهدانو د معلوماتو له مخې، د جنين په ښار او کمپ باندې د اسرائيلي پوځ له خوا د لسګونو پوځي وسايطو، بلدوزرونو، هليکوپترونو او بې پیلوټه الوتکو په مرسته د شپې نه راپدیخوا يرغلونه دوام لري.

د فلسطین د خبری اژانس د خبر له مخې د جنین په کمپ کې د نیواکګرو بې پیلوټه الوتکې  په وسیله د نیواکګرو ځواکونو په حمله کې ۳ فلسطینیان شهیدان او ۹ نور ژوبل شوي دي".



اړوند خبرونه