عباس : د اسرائیلو روانه جګړه د فلسطینیانو د موجودیت، ملی هویت، خاورې او بشري هویت پرضد جګړه ده.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي، پر غزې بریدونه د هر هغه چا لپاره د شرم خبره ده، چې دې بریدونو ته د مشروعیت ورکولو هڅه کوي او یا د اسرائیلو څخه پوځي او سیاسي ملاتړ کوي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي، پر غزې بریدونه د هر هغه چا لپاره د شرم خبره ده، چې دې بریدونو ته د مشروعیت ورکولو هڅه کوي او یا د اسرائیلو څخه پوځي او سیاسي ملاتړ کوي.
د فلسطين د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې عباس دغه څرګندونې د فلسطين د خپلواکۍ د اعلان د ٣٥مې کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.
عباس ټینګار وکړ چې د اسرائیلو ظالمانه جګړه په اصل کې د فلسطینیانو د موجودیت، ملی هویت، خاورې او بشري هویت پرضد جګړه ده.
عباس دې ته په اشارې سره چې پر غزې د اسرائیلو جګړه د بریدونو د لړۍ یوه برخه ده، وویل، دا جګړه د هر هغه چا لپاره شرم ځای دی چې له اسرائیلو څخه پوځي او سیاسي او ملاتړ کوي.
" د هغو ماشومانو د وجود ټوټې چې د اسرائیلو د بریدونو په ترڅ کې د توغندیو سره ټوټې ټوټې شوي، زموږ د هغه نارینو او ښځو وینې چې د یرغلګرو راکټونو ترینه ژوند خوب او خیالونه غضب کړي ، د ټولو هغه کسانو لپاره چې ددې یرغلګرو نه ملاتړ کوی وي او په ختیځ بیت المقدس کې زمونږ د خلکو پر وړاندې په روانو بشري جنایتونو سترګې پټوي او چوپه خوله پاتې کیږي په تندیو لګیدلي لعنت او تورې لکې دي.
"غزه د فلسطین د دولت نه بېلېدونکې برخه ده او زموږ ملي مسئولیت دی چې موږ یې له لاسه ورنکړو. د غزې شتون د بیت المقدس په ګډون د لویدیځې غاړې شتون دی." عباس وویل چې اوسنی لومړیتوب یې د فلسطیني ولس پر ضد د وحشیانه برید مخنیوی او د نورو وینو تویولو مخنیوی دی.
عباس یادونه وکړه چې دوی به د هغو پلانونو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي چې فلسطینیان له خپلو ځمکو څخه کډه کولو ته اړ کوي.
هر کال د نوامبر په ۱۵مه، فلسطین د «خپلواکۍ د اعلامیې» په نوم لمانځي، چې په کې د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړول او د پلازمېنې په توګه بیت المقدس هم شامل دی. د ویلو ده چې د فلسطین د خپلواکۍ اعلامیه د ۱۹۸۸ میلادي کال د نوامبر په ۱۵مه په الجزایر کې د فلسطین د ملي شورا په غونډه کې د فلسطین د مشر یاسر عرفات له خوا خپره شوه.
اړوند خبرونه

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر ۱۵ زره ۵۲۳ تنو ته لوړ شو.
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د ځاني تلفاتو شمیر ۱۵۵۳۲ تنو ته لوړ شو