په مصر کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شو
مصر په مراکش کې د زلزلې او په لیبیا کې د سیلابونو د ستر ناورین له امله په هیواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

مصر په مراکش کې د زلزلې او په لیبیا کې د سیلابونو د ستر ناورین له امله په هیواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.
د مصر د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر عبدالفتاح السیسي نن سهار د پوځ له یو شمېر قوماندانانو سره وکتل.
په بیان کې یادونه شوې چې سیسي په مراکش کې د زلزلې او په لیبیا کې د سیلابونو د ناورین له امله له دغو هیوادونو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. په بیان کې راغلي دي، "په مراکش او لیبیا کې زموږ د وروڼو سره د پیوستون لپاره، په مصر کې درې ورځنی ماتم اعلان شو." د بیان له مخې، سیسي وسله والو ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې مراکش او لیبیا ته د هوا او سمندر له لارې بیړنۍ بشري مرستې ولېږدوي او هر ډول بشري مرستې چمتو کړي.
د مراکش د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د جمعې د ماښام په زلزله کې تر اوسه ۲ زره ۸۶۲ کسان وژل شوي او ۲ زره ۵۶۲ نور ټپیان شوي دي.
د بله د لیبیا په ختیځ کې "دولتي روغتیایی سرچینو" راپور ورکړی چې په هیواد کې د سیلابونو په ناورین کې د مړو شمیر له ۳ زرو څخه اوښتی دی. سره صلیب اعلان وکړ چې د تلفاتو شمیر ۱۰ زرو ته لوړ شوی.