په لیبیا کې د سیلابونو له امله د مړو شمیره ۳ زرو تنو نه اوښتې

په لیبیا کې له سختو بارانونو وروسته د راوتلو سېلابونو په نتیجه کې د ځاني تلفاتو شمېر ۳ زرو نه اوښتی دی. د بله پلوه  د لا درکه  شویو کسانو شمېر ۱۰ زرو ته رسېدلی دی.

2036376
په لیبیا کې د سیلابونو له امله د مړو شمیره ۳ زرو تنو نه اوښتې

په لیبیا کې له سختو بارانونو وروسته د راوتلو سېلابونو په نتیجه کې د ځاني تلفاتو شمېر ۳ زرو نه اوښتی دی. د بله پلوه  د لا درکه  شویو کسانو شمېر ۱۰ زرو ته رسېدلی دی.

د ډینیل طوفان له امله رامینځته شوی سیلابونو ناورین چې د لیبیا ختیځ يي اغیزمن کړی دی په درنا، بنغازي، سوسي، المرج او بیدا کې دوام لري. د ليبيا د رسنيو د راپورونو له مخې، په سېلابونو کې د وژل شويو کسانو شمېر درې زرو ته لوړ شوى دى. سره صلیب ویلي چې له سېلاب وروسته د ورکو شویو کسانو شمېر ۱۰ زرو ته رسېدلی دی. د لیبیا د ملي یووالي حکومت لومړي وزیر عبدالحمید دیبي په خپله وینا کې اعلان وکړ چې یوه الوتکه به چې ۱۴ ټنه اکمالات، درمل، تجهیزات او طبي پرسونل په کې بار وي بنغازي ته د مرستې لپاره ځي.

د يادونې وړده په درنا ولایت  کې د سيلاب ناورين له امله يې ډېر زيانمن شوى و، د دوو بندونو د نړېدو له امله ښار ته له ٣٠ ميليونه متر مکعب څخه زياتې اوبه داخل شوې چې د سیلابونو لامل ګنل کیږي.

بل خوا د هېواد په لوېديځ او ختيځ کې دوو بېلابېلو ادارو د نړيوالو مرستو غوښتنه کړې او پرون يې درې ورځنى ماتم اعلان کړى دى.

هیواد په دوو ختیځو او لویدیځو برخو ویشل شوی دی.

په لیبیا کې اداره په ۲۰۱۱ کال کې د معمر القذافي له نسکوریدو وروسته په ختیځ او لویدیځ ویشل شوې ده. پداسې حال کې چې د لیبیا د ملي یووالي حکومت لومړی وزیر عبدالحمید دیبی په لویدیځ کې دنده ترسره کوي او د ملګرو ملتونو لخوا  په رسمیت  پیژندل شوی ، اسامه حمد بیا  ، په ختیځ کې "لومړی وزیر" په توګه دنده ترسره کوي.


پيوندونه: #لیبیا , #سیلابونه

اړوند خبرونه