کویټ په سویډن کې ۱۰۰ زره جلده قرانکریم د ویشلو پریکړه وکړه
د کویټ حکومت پریکړه کړې چې په سویډن کې د قرآن کریم سل زره نسخې د ویش لپاره په سویډني ژبه چاپ کړي.
د کویټ حکومت پریکړه کړې چې په سویډن کې د قرآن کریم سل زره نسخې د ویش لپاره په سویډني ژبه چاپ کړي.
د کویټ له دولتي اژانس KUNA څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وزیرانو شورا په اونیزه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د سویډن خلکو ته د دې ورپه یادولو لپاره چې اسلام د زغم دین دی، په دغه هېواد کې د قرآن کریم نسخې ووېشل شي.
د يادونې وړده چې د لومړي وزير شيخ احمد نواف الاحمد الصباح له لارښوونې سره سم به په سويډني ژبه سل زره قرآن نسخې خپرې شي.
په دې خبر کې په دې تاکید شوی چې قرآن کریم به د کویت د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ په سویډن کې د مینې او زغم په فضا کې وویشل شي، ویل شوي چې دغه مطالعه به د اسلام د ارزښتونو او اصولو په اړه مثبت پیغام ورکړي.
د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې، عراقي الاصله سلوان مومیکا د جون په ۲۸مه د ستاکهولم جومات مخې ته د پولیسو تر محافظت لاندې قرآن کریم وسوځو .
دا ناوړه او ضد بشري عمل په نړیوال ډګر کې ، په ځانګړې توګه په تورکیه کې له پراخ غبرګون سره مخ شو.