راشد غنوشي په یو کال بند محکوم شو
د تونس د النهضه غورځنګ مشر او د پارلمان پخوانی مشر راشد الغنوشي د "امنیتي ځواکونو د سپکاوي" په تور په یو کال بند محکوم شو.

د تونس د النهضه غورځنګ مشر او د پارلمان پخوانی مشر راشد الغنوشي د "امنیتي ځواکونو د سپکاوي" په تور په یو کال بند محکوم شو.
د تونس لومړۍ محکمې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي غنوشي، چې امنیتي ځواکونه یې "د طاغوت عسکر" بللي وو امنیتي ځواکونو ته د سپکاوي د دعوې په چوکاټ کې محاکمه شوی و. هغه چې په ضمانت خوشی شوی وو د "ترهګرۍ ستاینه" کولو له امله د محکمې لخوا په یو کال بند او ۱۰۰۰ دیناره (330 ډالر) نقدي جزا محکوم شو.
د پولیسو یوه افسر د غنوشي پر خلاف د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د جنازې په مراسمو کې خپله په یوه وینا کې د امنیتي ځواکونو نه د "طاغوت" عسکرو په توګه د یادونې له امله د هغه پر خلاف اقامه د دعوا کړې وه. هغه په خپله دعوا کې ویلي وو چې غنوشي امنیتي ځواکونو ته په ښکاره توګه سپکاوی کړی دی.
د دې شکایت په چوکاټ کې د پیل شوي تحقیقاتو په ترڅ کې، غنوشي په ضمانت خوشی شوی وو او د هغه محاکمې دوام درلود.
همداشان وروسته د النهضه غورځنګ مشر د "دولت د امنیت پر ضد دسیسې" په تور ونیول شو.
غنوشي، چې د اپریل په ۱۷ نیول شوی وو ، زندان ته استول شوی وو.