په مصر کې د ټرافیکي پیښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه
مصر په وادي الجدید ولایت کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
1982354

مصر په وادي الجدید ولایت کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
په مصر کې خپرېدونکې "Egypt Al-Yevm" ورځپاڼې د خبر له مخې د وادي الجديد ښار په اسيوت خارجیه سړک کې یو مسافر وړونکی بس د یوې لارۍ سره وجنګید.
په پیښه کې ۱۴ تنه مړه او ۲۵ تنه ټپیان شوي دي.
د پیښې په ځای کې د روغتیايي ټیمونو د لومړۍ مداخلې وروسته ټپیان د سیمې نږدې روغتونونو ته انتقال شول.
د وادي الجديد والي محمد الزملوط په يوه بيان کې ويلي چې د پېښې ځای ته ګڼ شمېر امبولانسونه لېږل شوي او ځينې چارواکي سيمې ته رسېدلي چې روغتونونو ته د ټپيانو لېږد له نږدې څاري.
الزملوط دغه راز يادونه وکړه، چې ټپيان روغتون ته له لېږدولو وروسته د لارې د بېرته پرانيستلو لپاره اړين کارونه پيل شوي دي.