د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د تفاهم  یو مهم یادداشت لاسلیک شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د چین په پلازمېنه بېجینګ کې سره لیدنه وکړه.

1970829
د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د تفاهم  یو مهم یادداشت لاسلیک شو.
suudi arabistan-iran.jpg

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د تفاهم  یو مهم یادداشت لاسلیک شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د چین په پلازمېنه بېجینګ کې سره لیدنه وکړه.

د ویلو ده چې د عربستان او ایران ترمنځه د ۷ کلونو وروسته د لومړي‌ ځل لپاره په لوړه کچه لیدنه وشوه.

 له غونډې وروسته وزیرانو د سفارتونو د بیا پرانستلو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د بیا پیلولو او د دوه اړخیزو ویزو د اسانتیا په اړه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغې له ایران سره اړیکې پرې کړې چې په تهران کې یې پر سفارت د یوه شیعه مذهبي مشر د اعدامولو له امله برید وشو. سعودي بیا له تهران څخه د خپل سفارت د کارکوونکو د ایستلو پرمهال له ایراني ډیپلوماټانو وغوښتل چې په ۴۸ ساعتونو کې له دغه هېواده ووځي.

اړیکې له ۲۰۱۵ کال راهیسې هغه مهال خرابې شوې کله چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د یمن په جګړه کې ښکېل شول او ایران پلوه حوثي غورځنګ د سعودي ملاتړی حکومت نسکور کړ او پلازمینه صنعا یې ونیوله.

سعودي عربستان پر ایران تور لګوي چې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي، چې د دوی پر ښارونو او د تیلو پر تاسیساتو یې د توغندیو او ډرون بریدونه کړي دي. ریاض په مستقیمه توګه ایران په ۲۰۱۹ کال کې د ارامکو د تیلو پر تاسیساتو د پراخ برید پړه واچوله چې د تیلو نیمایي تولید یې ګډوډ کړ. تهران دغه تورونه رد کړي دي.



اړوند خبرونه