د اسرائیل لومړي وزیر د امریکا د ولسمشر پر خلاف سخت غبرګون وښود
نتنیاهو : اسرائيل يو خپلواک هېواد دی چې د بهرنيو فشارونو له مخې پرېکړې نه کوي.

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د امريکا د ولسمشر جوبایډن د هغه څرګندونو په غبرګون کې چې اسرائیل کې پر جنجالي قضايي مقرراتو نيوکه کړې، ويلي چې اسرائيل يو خپلواک هېواد دی چې د بهرنيو فشارونو له مخې پرېکړې نه کوي.
نتانیاهو د بایډن هغه څرګندونې رد کړې چې پدې هیواد کې د قضايي اصلاحاتو په اړه چې د خلکو پراخه غبرګونونه يي پارولي دي ویلي دي "ډیر اندیښمن دی او اسرائیل نشي کولی پدې لاره دوام وکړي" .
د اسرائیل لومړي وزیر د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې یادونه کړې چې د امریکا ولسمشر بایدن د تیرو ۴۰ کلونو راهیسې ډیر ښه پیژني او د اسرائیل سره د هغه په ژمنتیا هم ډیر ښه پوهیږي خو اسرائیل یو خپلواک هیواد دی .
نتانیاهو ټینګار وکړ چې د اسرائیل او امریکا تل پر هغو اختلافاتو بریالي شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وخت په وخت رامنځته کېږي.
د امریکا ولسمشر بایډن په اسرائیل کې د جنجالي قضایی اصلاحاتو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه چې په دې هیواد کې د پراخ لاریونونه او اعتصابونو لامل شوي دي.
بایډن، د نوموړو اصلاحاتو په اړه ویلي دي چې اسرائیل د یوې ستونزمنې پروسې څخه تیریږي او دوی اړتیا لري چې دا مسئله حل کړي. ددې په هیله چې نتنیاهو ددې اصلاحاتو نه لاس په سر شي.