په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو پر پوځي هډې برید شوی
د سوریې په الحسکه ولایت کې د امریکا په مشرۍ د داعش ډلې پرضد د ائتلافي ځواکونو په اډې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی.

د سوریې په الحسکه ولایت کې د امریکا په مشرۍ د داعش ډلې پرضد د ائتلافي ځواکونو په اډې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) لخوا په خپور شوي بیان کې ، اعلان شوی چې یو پرون په ځایی وخت د یوې نیمې بجې په شاوخوا کې د الحسکه په ولایت کې د داعش ضد ایتلافي ځواکونو پورې اړوند په یوې پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې سره برید وشو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د برید په پایله کې د امریکا ۱ قراردادي کارمند وژل شوی او ۱ قراردادي کارمند او ۵ امریکايي عسکر ټپیان شوي دي.
په بیان کې، د ترلاسه شوو استخباراتو له مخې ویل شوي دي چې دا بې پیلوټه الوتکه د ایران پورې اړه لري. همداشان په بیان کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین څرګندونو ته هم اشاره شوې ده.
آسټین وویلي دي "د ولسمشر جو بایډن په لارښوونه ما د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو ته اجازه ورکړه چې د ایران د سپاه پاسدار اردو پورې اړوندو ډلو په تاسیساتو باندې هوایی برید وکړي. دا برید د نني برید او په سوریه کې د امریکا په مشرۍ په ائتلافي ځواکونو د ترسره شوو یو شمیر بریدونو په ځواب کې ترسره شوی دی.
آسټین دې ته په اشارې سره چې دا برید د امریکایی پرسونل د ساتنې لپاره شوی و ، او یادونه يي کړې ده چې دا برید یو متناسب برید و چې د تاو تریخوالي خطر کم کړي.