فلسطین او اسرائیلو د تاوتریخوالو د کمولو په اړه د ګډ میکانیزم پر جوړولو موافقه وکړه
په مصر کې د اسرائیلو او فلسطیني چارواکو په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالو د کمولو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ګډ میکانیزم پر جوړولو موافقه وشوه.

په مصر کې د اسرائیلو او فلسطیني چارواکو په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالو د کمولو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ګډ میکانیزم پر جوړولو موافقه وشوه.
د اسرائیلو او فسلطین چارواکیو د مصر د شرم الشیخ په ښار کې د مصر په منځګړتوب غونډه وکړه . له غونډې وروسته د مصر د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې ، پدې غونډه کې چې د امریکا، مصر او اردن چارواکو هم ګډون درلود، ټینګار شوی چې اسرائیل او فلسطینیان دواړه باید د هر هغه اقدام مخه ونیسي چې د مقدسو ځایونو حرمت ته زیان رسوي.
د روژې په مبارکه میاشت کې د بیت المقدس په اړه وویل شول چې "دواړو خواوو د تاوتریخوالي او پارونکو اقداماتو د مخنیوي د یو میکانیزم په جوړولو موافقه وکړه."
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دواړو خواوو د فبرورۍ په ۲۶ مه د اردن په عقبه کې په جوړه شوې غونډه کې کړې ژمنې تکرار کړې. په عقبه کې په غونډه کې اسرائیلو ژمنه کړې وه چې د څلورو میاشتو لپاره به د هر ډول نوي میشت ځای د جوړولو اجازه ورنکړي او د شپږو میاشتو لپاره به نوې پوستنې هم جوړې نکړي.