د اسرائیلو ولسمشر د یهودانو لخوا په نابلس ښار کې پر فلسطینیانو ترسره شوي بریدونه غندلي دي

د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرزوګ د اسرائیلو د اشغال لاندې د لویدیځې غاړې په نابلس ښار کې د یهوديانو  لخوا ترسره شوي  بریدونه غندلي دي.

1952065
د اسرائیلو ولسمشر د یهودانو لخوا په نابلس ښار کې پر فلسطینیانو ترسره شوي بریدونه غندلي دي

د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرزوګ د اسرائیلو د اشغال لاندې د لویدیځې غاړې په نابلس ښار کې د یهوديانو  لخوا ترسره شوي  بریدونه غندلي دي.

هرزوګ په خپل ټویټرپاڼې  له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي چې هغه په ​​نابلس کې د فلسطینیانو پر ضد د یهوديانو لخوا تنظیم شوو بریدونو غندنه کوي. هغه زیاته کړې ده

"زه وایم چې قانون په خپل لاس کې اخستل، فساد کول او د بې ګناه خلکو په وړاندې تاوتریخوالی کارول په کلکه غندم. دا زموږ لاره نه ده. موږ باید د اسرائیلو اردو، پولیسو او امنیتي ځواکونو ته اجازه ورکړو چې دا ناوړه ترهګر ونیسي او سمدلاسه نظم ټینګ کړي."

له بلې خوا، د اسرائیلو د پوځ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په نابلس کې د پیښو له امله "دوه نور پوځي واحدونه په یهودي او سامریه میشت ځایونو کې جوړ کړي او نابلس ته نږدې امنیتي نقطې زیاتې شوي".

د فلسطین سرې میاشتې خبر ورکړی، چې د نابلس په زاتره ښارګوټي کې د یهودانو د وسله وال برید په پایله کې ۳۷ کلن سمیع حمدالله محمود اکتاش خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

د یادولو وړده چې اکتاش چې د بیتا ښارګوټي یو تن اوسیدونکی دی د فبرورۍ په شپږمه نیټه د زلزلې نه وروسته په تورکیه کې د لټون او ژغورنې په هلو ځلو کې په رضاکاره توګه برخه اخیستې وه.

میشت ځایونو په سیمه کې د مولوتوف کاکټیلونو سره بریدونه ترسره کړل او د ډیری فلسطینیانو کورونو، کارځایونو او موټرې سوځولي دي.

د فلسطین د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د فلسطینی اکتاش د وژل کیدو سربیره، له ۳۹۲ څخه ډیر فلسطینیان د اصلي ګولیو او ربړ پوښ شوي فلزي ګولیو له امله ټپیان شوي دي. پولیسو  فزیکي بریدونه کړي او د اوښکې بهونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.



اړوند خبرونه