یو تن فلسطیني د تورکیې د زلزله ځپلو سره د ۱۵ ټنه خرما مرسته وکړه
په فلسطین کې د خرما یو تن باغ لرونکي د تورکیې د زلزله ځپلو سره د څه باندې ۱۵ ټنه خرما مرسته وکړه.

په فلسطین کې د خرما یو تن باغ لرونکي د تورکیې د زلزله ځپلو سره د څه باندې ۱۵ ټنه خرما مرسته وکړه.
د ویلو ده چې په تورکیه کې د فبروري په شپږمه د غبرګو زلزلو د رامنځته کیدو نه وروسته د پيړۍ ناورین په توګه ترینه یادونه کیږي او ۱۱ ولایتونه يي ډیر زیات متاثره کړي دي د اشغال لاندې او په ټول فلسطین کې، د تورکیې د زلزله ځپلو سره د پیوستون او مرستې په موخه فعالیتونه روان دي.
فلسطین چې زلزله ځپلو سیمو ته د لټون او ژغورنې ډلې هم راستولې وې د تورکیې په حق کې د دعاګانو او همداشان د نغدي مرستو د راټولو سره خپله همغږي او پیوستون ښکاره کوي.
د فلسطین د خرما تولیدونکي اماراتو د شرکت د تورکیې زلزله ځپلو سره د ۱۵۶۰۰ کیلو ګرامه خرما مرسته وکړه.
په رام الله ددې شرکت مالک مهدي اداس وویل چې خرما په غذايي ارزښتونو کې بډایه خواړه دي. هغه زیاته کړه چې
"خرما د تاریخ په اوږدو کې د جګړو او ناورین په څیر وختونو کې خورا مهم خوراکي توکي دي. ځکه چې وریجې یا غوښه لیږو نو د پخولو شرایط نشته، په سیمه کې ګاز او بریښنا نشته. خو خرما او شیدې ټول هغه غذايي مواد لري چې انسان ورته اړتیا لري. همداشان د لټون او ژغورنې ټیمونه د ښه کار کولو لپاره خوراک او تغذیې ته اړتیا لري.
"زموږ پلرونو موږ ته د ښه کولو لپاره سیالي را زده کړې، نه د موټر یا کور مالکیت." فلسطیني سوداګر ویلي، د زلزلې له امله وژل شویو کسانو ته د مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.