په سوریه کې د وروستیو زلزلو له امله د مړو شمیره ۸۵۰۰ تنو ته رسیدلې ده .

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ختیځې مدیترانې سیمې د بیړنیو حالاتو مشر ریچارډ برینان ویلي، په سوریه کې د زلزلې له امله شاوخوا ۸۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

1945569

هغه وویل "دا ستونزمنه ده چې دقیق شمیر ووایو، شمیره ورځ په ورځ لوړیږي. په هرصورت، د هغه څه له مخې چې مونږ پوهیږو، د سوریې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې نږدې څلور زره کسان وژل شوي او ۲ زره ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د سوریې په شمال لویدیځ کې نږدې ۴ زره ۵۰۰ کسان وژل شوي  او ۷ زره ۵۰۰ کسان  نور ټپیان شوي دي." برینان وویل، دا شمېره لا هم مخ په زیاتېدو ده.

د ویلو ده چې د یوه اونۍ وړاندې  د فبروري په شپږمه نیټه د سهار په ۴ بجو او ۱۷ دقیقو په تورکیه کې د سوریې پولو ترڅیرمه په لسو ولایتونو کې ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ او ۷ عشاریه شپږ په لویوالي سره دوه زلزلې رامنځته شوې. ددې زلزلو مرکز د تورکیې د قهرمان ماراش ولایت د پازارجک او ایلبستان ولسوالۍ وې. دې زلزلو د تورکیې سربیره په سوریه، اسرائیل، عراق، لبنان او ایران کې هم احساس شوه. زلزلې تورکیې او سوریې ته ډیر ستر مالي او ځاني تلفات اړولي دي.

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۳۰ زرو تنو ته نږدې شوې ده .

پيوندونه: #زلزله , #سوریه

اړوند خبرونه