په سوریه کې یوې میندوارې میرمنې په زلزله کې د چپه شوې ودانۍ د خاورو او ګټو لاندې ولادت کړی
په سوریه کې یوه میندواره میرمنه چې د زلزلې له امله د نړېوالې ودانۍ لاندې شوې وه د خاورو او ګټو لاندې ولادت کړی دی.

په سوریه کې یوه میندواره میرمنه چې د زلزلې له امله د نړېوالې ودانۍ لاندې شوې وه د خاورو او ګټو لاندې ولادت کړی دی.
د سوریې په حلب ښار کې یوې میندواره ښځې د نړېدلې ودانۍ د خاورو او ګټو لاندې ولادت کړی دی.
د ویلو ده چې تیره ورځ د تورکیې په ځايي وخت د سهار په ۴ بجو او ۱۷ دقیقو کې د ریښتر په کچه ۷ عشاریه ۷ په شدت سره یوه زلزله رامنځته شوه چې مرکز يي د تورکیې د قهرمان ماراش ولایت د پازارجک ولسوالۍ وه.
دې زلزلې د پولې نه پورې غاړې ته په سوریه کې هم ډیر ستر تخریبات رامنځته کړل.
ویل شوي چې د حلب په ښار کې د ژغورنې د روانو هڅو په ترڅ کې تر خاورو لاندې یوې میندواره ښځې ماشوم زیږولی دی.
د ژغورنې ډلو ویلي دي چې د خاورو او ګټو لاندې زیږول شوی ماشوم روغ رمټ ژغورل شوی دی خو د ماشوم مور د ژغورنې نه وروسته ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ویلو ده چې په سوریه کې د نوموړې زلزلې له امله ۱۶۰۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په زرګونو تنه ټپیان شوي دي.