په سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره د ۱۶۰۰ تنو نه واوښته

د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ او ۷ عشاریه ۶  په شدت سره زلزلې چې مرکز يي د تورکیې د قهرمان ماراش ولایت د پازارجک ولسوالۍ وه په سوریه کې هم  ډیر زیات تخریبات او ځاني تلفات رامنځته کړي دي.

1942992
په سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمیره د ۱۶۰۰ تنو نه واوښته

د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ او ۷ عشاریه ۶  په شدت سره زلزلې چې مرکز يي د تورکیې د قهرمان ماراش ولایت د پازارجک ولسوالۍ وه په سوریه کې هم  ډیر زیات تخریبات او ځاني تلفات رامنځته کړي دي.

د سوریې نه د رارسیدو راپورونو له مخې پدې هیواد کې پدې زلزله کې لږ تر لږه ۱۶۰۲ تنه مړه او په ۳۶۴۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه زلزله د سوریې په ادلب، حلب، حما، لاذقیه، طرطوس او رقه ولایتونو کې زوروره احساس شوې، چې له امله یې پراخه ویجاړي رامنځ ته شوې ده.

د بشارالاسد د رژيم د خبري آژانس سانا د خبر له مخې، د سوريې په حلب، حما او لاذقيه ولايتونو کښې د دغه رژيم تر کنټرول لاندې سيمو کښې ۸۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۴۱۹ نور ژوبل شول.

د سوریې په شمال کې د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې لسګونه ودانۍ ویجاړې شوې یا زیانمنې شوې.

د سوریې د بشري حقونو شبکې ، ملکي خوندیتوب ادارې ، سیمه ایزو روغتیایی بنسټونو او سیمه ایزو سرچینو څخه د راټولو شویو معلوماتو له مخې، د سوریې په شمال کې په بیلابیلو میشت ځایونو کې ددې زلزلې له امله لږ تر لږه ۷۹۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۲۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د لټون او ژغورنې چارې  دوام لري.

د یادولو وړ ده چې پرون دوشنبه د سهار په ۴ بجو او ۱۷ دقیقو د تورکیې سویل ختیځ سیمه کې په لسو ولایتونو کې د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ په شدت سره او د ماسپخین په یوه بجه او ۲۵ دقیقو د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۶ په شدت سره دویمه  زلزله رامنځته شوه.

د زلزلې اصلي مرکز د تورکیې د قهرمان ماراش ولایت د پازارجک ولسوالۍ وه. زلزله د تورکیې سربیره په سوریه، اسرائیل، ایران، لبنان او یو زیات شمیر نورو هیوادونو کې احساس شوې ده .


پيوندونه: #زلزله , #سوریه

اړوند خبرونه