د اسرائیلو ولسمشر : هیواد په ژور بحران کې دی او هڅه کوم چې د هیواد د ټوټه ټوټه کیدو مخنیوی وکړم

د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتسوغ وویل چې هیواد یې په ژور بحران کې قرار لري  او کار کوي چې "د ټولنې د لا زیات ټوټې کیدو او د اساسي قانون بحران مخه ونیسي".

1933039

اسحاق هرتسوغ د هغو انتقادونو په اړه څرګندونې وکړې چې وايي، حکومت د قضايي قوې د ځينو واکونو پارلمان ته د سپارلو پر وړاندې څرګند دريځ نه دی غوره کړی.

هرتسوغ  د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي ویدیويي پیغام کې  خپلو خلکو ته وینا کړې ده .

"مونږ په یو ژور بحران کې قرار لرو چې هیواد یې ټوټه ټوټه کوي. دا قطبي کیدل   زه او په اسرائیلو او بهر کې میشت  ډیری خلک اندیښمن کړي دي. زه د هغه انتقادونو درناوی کوم چې په ما باندې کیږي، مګر زه اوس په دوو مهمو ټکو تمرکز کوم. د اساسي قانون تاریخي بحران او د ټولنې د لا زیات ټوټه ټوټه  کیدو مخنیوی دی."

د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ د ایتلافي حکومت د قضايي قوې د ځینو واکونو  پارلمان ته د سپارلو په اړه اقداماتو  د حکومت او قضايي ارګانونو  په ځانګړې توګه د سترې محکمې تر منځ د کړکېچ لامل کېږي.

د عدلیې وزیر یارین لیوین د جنورۍ په پنځمه اعلان وکړ چې دوی یو داسې قانون پلانوي چې د سترې محکمې واکونه محدود کړي، د قاضیانو په ټاکلو کې به د قضایی ځواک نفوذ کم کړي او مجلس ته اجازه ورکړي چې د محکمې پریکړې لغوه کړي.

اړوند خبرونه