اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه فوق العاده غونډه وکړه
د اسلامي همکاریو سازمان اجرائیوي کمیټې فوق العاده غونډه چې د تورکیې په نوښت جوړه شوې وه، په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت او په هیواد کې د اقتصادي بحران په اړه خبرې وکړې.

د اسلامي همکاریو سازمان اجرائیوي کمیټې فوق العاده غونډه چې د تورکیې په نوښت جوړه شوې وه، په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت او په هیواد کې د اقتصادي بحران په اړه خبرې وکړې.
په دغه غونډه چې د سعودي عربستان په جده ښار کې د دایمي استازو په کچه جوړه شوې وه، د افغانستان مخ پر خرابیدو ټولنیز او اقتصادي وضعیت ته پکې پاملرنه وشوه.
دغې کمیټې په افغانستان کې د طالبانو له موقت حکومت څخه وغوښتل چې په هیواد کې په تعلیمي او غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز باندې بیا کتنه وکړي.
کمیټې دغه راز پریکړه وکړه چې د علماوو یو بل هیئت دې افغانستان ته واستوي چې د دغو مسایلو په اړه حساسیتونه مطرح کړي.
غونډې همداراز پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د افغانانو د ژوندانه د ښه والي لپاره په ځانګړې توګه د کوچنیو، عایداتي سکتورونو ملاتړ وکړي.
د بله پلوه د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د سعودي عربستان، اندونیزیا، متحده عربي اماراتو او قطر بهرنیو چارو وزیرانو سره د سیمې وضعیت په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې . همداشان د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې چې د مارچ په ۱۶ مو او ۱۷ مو نیټو به د موریتانیا په کوربتوب جوړه شي د افغانستان په پرمختګونه او وضعیت په اړه به پکې خبرې وشي.