سعودي عربستان د حج په مراسمو کې د کرونا ویروس ناروغۍ له امله لګولي ټول محدودیتونه لرې کړل.
سعودي عربستان اعلان وکړ چې د حج په عبادت کې د عمر او کوټې محدودیت چې د کویډ - ۱۹ ناروغۍ له امله لګول شوي وو لرې کړل.

سعودي عربستان د حج په مراسمو کې د کرونا ویروس ناروغۍ له امله لګولي ټول محدودیتونه لرې کړل.
سعودي عربستان اعلان وکړ چې د حج په عبادت کې د عمر او کوټې محدودیت چې د کویډ - ۱۹ ناروغۍ له امله لګول شوي وو لرې کړل.
حج د پراخې وبا ناروغۍ نه دمخه دورې ته راستون شوی. سعودي عربستان له درې کلونو وروسته، د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له امله په حج کې د عمر او کوټې محدودیت لرې کړ. د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر توفیق ال ربیعه په حج کې پلي شوي محدودیتونو ته په اشارې سره وویل چې حج مراسم به د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ نه د مخه دورې ته راستون شي. د حج په مراسمو کې لګول شوي ټول محدودیتونه لرې شوي دي. هغه وویل چې د عمر او یا هیوادونو ته ټاکل شوي حد محدودیتونه له منځه وړل شوي دي.
پداسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې دوه نیم میلیونه تنو حاجیانو ته د حج د فریضې د اداء کولو اجازه ورکړل شوې وه خو په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال کې بیا د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ له امله دا شمیره یواځې ۶۰ زرو تنو ته راټيټه شوې وه. همداشان په ۲۰۲۲ کال کې بیا د ۷۸۰ زرو تنو بهرنیانو په ګډون ۹۰۰ زرو تنو ته د حج د عبادت په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړ شوې وه.
سعودي عربستان د کرونا ویروس د تدابیرو له امله د حج په مراسمو کې په ګډون کوونکو تر ټولو لوړ عمر ۶۵ کلونه او کرونا ویروس منفي ټسټ اجباري کړي وو.
تمه کیږي چې سږ کال د حج په مراسمو کې د پخوا په څیر یو ځل بیا تر دوو میلیونو تنو ډیر کسان ګډون وکړي.