د اسرائیل د دفاع وزارت په ایران د احتمالي برید په اړه د خپلې بودیجې د زیاتولو غوښتنه کړې

د اسرائیل د دفاع وزارت غوښتنه کړې چې پر ایران د احتمالي برید د چمتووالي په خاطر خپله بودجه زیاته کړي.

1926943
د اسرائیل د دفاع وزارت په ایران د احتمالي برید په اړه د خپلې بودیجې د زیاتولو غوښتنه کړې

 د اسرائیل د دفاع وزارت غوښتنه کړې چې پر ایران د احتمالي برید د چمتووالي په خاطر خپله بودجه زیاته کړي.

د اسرائیل عامه نشراتي ارګان د مسئلې په اړه د یو امنیتي چارواکي له حواله د نوم د نه ذکرولو په شرط سره خبر خپور کړی دی.

په خبر کې ویل شوي چې د ملي دفاع وزارت د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو لپاره د ۱۰ میلیارده شیکلو چې  (۲.۸ میلیارد ډالره)  کیږي د زیاتوالي غوښتنه کړې . دا زیاتوالی د اوسنۍ بودیجې له ۱۲ سلنې زیاتوالي سره سمون لري.

په خبر کې ویل شوي، چې دا غوښتنه د ایران پر ضد د احتمالي پوځي برید لپاره د چمتووالي او د وزارت په بودیجه کې د انفلاسیون  امله رامنځ ته شوې ځینو ستونزو  له امله شوې ده. په خبر کې راغلي دي چې ددې غوښتنې منل کیدل ناممکنه ښکاري ځکه چې دا رقم ډیر زیات لوړ او د حقیقت نه لرې دی.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نوي جوړ شوي حکومت یو هدف دا دی چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.

تېر کال ګڼو اسرائیلي چارواکو ویلي وو چې که ایران اټومي وسلې ولري، پوځ یې د احتمالي برید لپاره چمتو دی.



اړوند خبرونه