د عراق د دولتي بانک نه د غلا شوو پیسو یو مقدار بیرته دولت ته وسپارل شوې

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني اعلان وکړ چې څه موده وړاندې له دولتي بانک څخه غلا شوي دوه نیم میلیارده ډالرو یوه برخه بیرته دولت ته سپارل شوي دي.

1911736

سوډاني په پلازمینه بغداد کې په یوه خبري کنفرانس کې له بیرته اعاده شوو پیسو سره د خبریالانو په وړاندې حاضر شو.

"اړونده کمیسیونونو چې تحقیقات یې ترسره کړي د غلا شوي مقدار څخه ۱۲۸ میلیارد دینار چې (۱۲۴ میلیون ۶۰۰ زره ډالر)  کیږي بیرته راستنیدو ته زمینه برابره شوه." سوډاني وویل چې په ځینو دولتي ادارو کې کار کوونکو د دغو پیسو په غلا کې مرسته کړې.

سوډاني يادونه وکړه چې نور ظهیر چې اوس په بند کې دى، د غلا کړو ټولو پیسو دولت ته د سپارولو په خاطر به په ضمانت خوشې شي . دا کس به د ټولو پيسو د تحویلولو  پورې د امنيتي ځواکونو د څار او نظارت لاندې  وي.

د عراق لومړي وزیر ویلي چې د ظهیر محاکمه به د ټولو غلا شویو پیسو له راستنیدو وروسته دوام وکړي.

په عراق کې، د اکتوبر په ۱۶، د عمومي مالیې دفتر پورې اړوند دونیم  میلیارد ډالر د  له دولتي بانک څخه غلا شوې وي.

پيوندونه: #سوډاني , #عراق

اړوند خبرونه