په بیت المقدس کې نن سهار دوه پرله پسې چاودنې وشوې.

په بیت المقدس کې په دوو جلا جلا چاودنو کې یو تن مړ او ۱۴ تنه ټپیان شوي‌ دي

1909900
په بیت المقدس کې نن سهار دوه پرله پسې چاودنې وشوې.
kudüs patlama

په بیت المقدس کې نن سهار دوه پرله پسې چاودنې وشوې.

د اسرائیلو پولیسو ویلي، لومړۍ چاودنه په ځايي وخت د سهار په ۷  بجو او ۶ دقیقو د لوېدیځ بیت المقدس په ګېوات شاول سیمه کې د بسونو په یوه تمځای کې شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي، چې د دوو یې حالت نازک دی.

نیم ساعت وروسته، د راموت جنکشن، بیت المقدس ته د ننوتلو په یوه بله لاره کې د بس تمځای سره نږدې یوه بله چاودنه وشوه، او ۳ کسان پکې ټپیان شول.

د اسرائیلو پولیسو ویلي‌ دي‌ چې پدې بریدونو کې چې په لوی احتمال بمي‌ بریدونه دي‌ یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.

د يادونې وړ ده، چې پولیسو د پېښې په ځاى کې پلټنې پيل کړي‌ دي.



اړوند خبرونه