سعودي عربستان : داسې استخبارات مو ترلاسه کړي چې ایران پر مونږ او عراق د برید کولو هوډ لري
ایران به په هیواد کې د روانو ډله ایزو مظاهرو او لاریونونو د پای ته رسولو لپاره په بهر کې پوځي عملیاتو ترسره کولو ادعاء شوې ده. ویل کیږي ددې عملیاتو هدف سعودي عربستان دی.
ایران به په هیواد کې د روانو ډله ایزو مظاهرو او لاریونونو د پای ته رسولو لپاره په بهر کې پوځي عملیاتو ترسره کولو ادعاء شوې ده. ویل کیږي ددې عملیاتو هدف سعودي عربستان دی.
په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ پام د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې ته اوښتی دی په دې وروستیو کې په منځني ختیځ کې د دوو سترو قدرتونو ترمنځ کړکېچ مخ په ډیریدو دی. د ایران او سعودي عربستان ترمنځ چې له څو کلونو راهیسې مبارزه دوام لري ، روانه مبارزه پوځي شخړې او مخامخ جګړې د بدلیدو احتمال نړۍ اندېښمنه کړې ده.
سعودي عربستان له امریکا سره داسې استخباراتي معلومات شریک کړي، چې ایران پر سعودي عربستان د برید پلان لري. د امریکا او سعودي عربستان سرچینو له وال سټریټ ژورنال سره په خبرو کې ویلي، ریاض ویلي، دوی داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي، چې ایران په سعودي عربستان او د عراق په اربیل ښار د بریدونو پلان لري. ایران غواړي ددې بریدونو سره په دغه هېواد کې د رژیم ضد روانو مظاهرو څخه د خلکو پام بل لورې ته واړوي.
د ترلاسه شوو استخباراتو له مخې ایران ښايي په سیمه کې په ځانګړې توګه د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي. د ورځپاڼې د راپور له مخې، د استخباراتي معلوماتو له شریکولو وروسته سعودي عربستان، امریکا او د منځني ختیځ ځینو هېوادونو خپلو پوځونو ته د تیارسۍ امر وکړ. یوه امریکايي چارواکي چې دا استخباراتي معلوماتو شریک کړي دا خبره تایید کړي، چې کیدای شي دا بریدونه ډیر "ډیر ژر یا په ۴۸ ساعتونو کې" د برید ګواښ وباله. سرچینې د سعودي عربستان د استخباراتو په اړه نور جزئیات نه دي شریک کړي.
په داسې حال کې چې دغه ادعا په امریکا کې توده شوې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو مشر جان کربي ویلي، امریکا د سعودي عربستان پر وړاندې د ایران له ګواښونو اندېښمنه ده او د اړتیا په صورت کې به له ځواب ویلو ډډه ونکړي.
کربي د وال سټریټ ژورنال له راپور وروسته وویل: "موږ د ګواښ انځور په اړه اندیښمن یو او مونږ د نظامي او استخباراتي چینلونو له لارې له سعودي سره په دوامداره تماس په حال کې یو. "مونږ به په سیمه کې د خپلو ګټو او شریکانو د دفاع لپاره د اقدام کولو څخه ډډه ونه کړو." ویل شوي چې د امریکا F-22 جنګي الوتکې په سعودي عربستان کې دي او د احتمالي برید پر وړاندې د مداخلې په خاطر مستقر کړي دي.
ایران دا تورونه رد کړل. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کناني دا تورونه رد کړل چې ګواکې دوی به پر سعودي عربستان برید پلان لري. هغه ویلي دي چې د ځینو غربي او صهیونیسټي کړیو له خوا د ایران په وړاندې د منفي فضا د رامنځ ته کولو لپاره دا ډول تعصبي راپورونه ورکول کیږي. پر سعودي عربستان د احتمالي برید په اړه مخ په زیاتیدونکي اندیښنې په داسې وخت کې راپورته کیږي چې د ولسمشر جوبایډن ادارې په هیواد کې دننه د مهسا امیني د لاریونونو د ځپلو لپاره د ځواک کارولو لپاره تهران انتقاد کړی.